ژبه

د هند د طبي مرستو لسمه جوپه کابل ته راورسېده

کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۱): د هندوستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د بشري مرستو په لړ کې یې د طبي توکو یوه کڅوړه افغانستان ته لېږلې او په کابل یې د اندراګاندي ماشومانو روغتون ته یې سپارلې ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه هېواد د بشري مرستو په لړ کې تېره ورځ د طبي توکو لسمه کڅوړه افغانستان ته لیږلې ده.

سرچینې لیکلي چې هند تر اوسه له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د بېړنیو غوښتنو په پام کې نیولو سره په لسو پړاوونو کې ۳۲ ټنه د طبي توکو مرسته کړې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، په دغو طبي مرستو کې، د طب اړین توکي، د نري‌رنځ ضد درمل، د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ ۵۰۰زره دوزه واکسین او نور طبي توکي شامل وو.

login or register a new account.

ورته موضوع