کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۱): د هندوستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د بشري مرستو په لړ کې یې د طبي توکو یوه کڅوړه افغانستان ته لېږلې او په کابل یې د اندراګاندي ماشومانو روغتون ته یې سپارلې ده.
د هند د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه هېواد د بشري مرستو په لړ کې تېره ورځ د طبي توکو لسمه کڅوړه افغانستان ته لیږلې ده.
سرچینې لیکلي چې هند تر اوسه له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د بېړنیو غوښتنو په پام کې نیولو سره په لسو پړاوونو کې ۳۲ ټنه د طبي توکو مرسته کړې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، په دغو طبي مرستو کې، د طب اړین توکي، د نريرنځ ضد درمل، د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ ۵۰۰زره دوزه واکسین او نور طبي توکي شامل وو.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه طبي توکي په کابل کې د اندراګاندي ماشومانو روغتون او د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) ته سپارل شوې دي.
د یادونې ده، تر دې مخکې هم د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې له افغانستان سره یې د ۳۵زره ټنه غنمو او زلزلهځپلو سره د ۲۸ ټنو خوراکي توکو مرستې کړې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.











