ژبه

د زابل په شملزو کې پر ډیورنډ فرضي کرښه د بادیني لار پرانیستل شوه

کلات (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۱): د زابل ولایت د اوسېدونکو له پرله‌پسې غوښتنو او احتجاجونو وروسته په شملزو ولسوالۍ کې پر ډیورنډ فرضي کرښه د بادیني لار د مسافرو او ناروغانو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه.

د دغه ولایت د والي مرستیال سليمان اغا بهیر پژواک خبري اژانس ته وویل، د زابل په شملزو ولسوالۍ کې د بادیني لار د افغان او پاکستاني لوري په موافقه پرانیستل شوې ده.

هغه زیاته کړه، دواړو غاړو ته مېشت قومونه له یو بل سره خپلوۍ او راشه درشه لري چې په همدغه بنسټ د زابل ولایتي ادارې په هڅه دغه لار د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه.

خو دی وايي چې د اوس مهال لپاره پر دې لار بېړنیو ناروغانو او هغو کسانو ته د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي چې د ولایتي ادارې او سرحدي کنډک رسمي پارچه ولري.

د ده په خبره، د لارې د امنیت ساتلو او څار په موخه یې په دې ساحه کې د سرحدي کنډک ترڅنګ د استخباراتو ریاست یوه څانګه هم فعاله کړې ده.

بهیر یادونه وکړه چې پر یاده لار د ترانزیټ او سوداګرۍ پیلولو په موخه د اړینو ودانیو او تاسیساتو جوړولو چاره روانه ده چې په فعالېدو سره به یې دغه ولایت له اقتصادي پلوه ډېره وده وکړي.

د زابل اوسېدونکي د لارې خلاصېدو ته خوښ دي او له چارواکو غوښتنه کوي چې پر دې لار د ترانزیټ او سوداګرۍ اسانتیاوې هم ژر برابرې کړي.

د شملزو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالولي سرحدوال پژواک خبري اژانس ته وویل، د بادیني لار تېره ورځ په رسمي توګه د خلکو پر مخ پرانیستل شوه او لسګونه کسان ورباندې هغې غاړې ته واوښتل.

هغه زیاته کړه، ډېر هغه کسان چې ناروغان یې لرل یا د کار او روزګار لپاره پاکستان ته تلل د تګ راتګ اجازه پرې نه ورکول کېده، نو اړ وو د سپین بولدک له لارې په ورځو سفر وکړي.

دی وايي: «دا لار پاکستاني لوري دوه کاله مخکې د پخواني حکومت پر مهال رسمي کړې وه خو زموږ لوري ته لا رسمي نه ده؛ زموږ غوښتنه دا ده چې اوسنی حکومت دغه لاره رسمي کړي، اړوند تاسیسات ورباندې جوړ کړي او د تجارت لپاره یې هم خلاصه کړي.»

د همدې ولسوالۍ بل اوسېدونکي وزیرمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، له شملزو تر مرکز کلات پورې غځېدلې لاره خامه او اوږده ده، خلکو نه شو کولای خپل ناروغان د درملنې لپاره لومړی کلات او بیا د سپین بولدک له لارې پاکستان ته بوځي.

دی وايي، اوس چې دغه لار پرانیستل شوې نو نه یوازې خپل ناروغان به پر وخت دغه هېواد ته بیايي، بلکې د ډیورنډ فرضي کرښې په دواړو غاړو کې مېشت قومونه چې له یو بل سره خپلوۍ لري، په اسانۍ تګ راتګ وکړي.

خو ده هم له حکومته غوښتنه وکړه چې دغه لاره د ټرانزیټ او سوداګرۍ لپاره هم په رسمي ډول پرانیزي.

د یادونې ده، موده مخکې د زابل سوداګرو او د شملزو اوسېدونکو سوله‌ییز لاریونونه او احتجاجونه کړي وو او د بادیني پر لار یې د ګمرک فعالولو غوښتنه کړې وه او ویلي یې وو چې په دې ولسوالي کې دې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټرانزیټي او سوداګریز بندر جوړ شي.

زابل د هېواد په سوېل کې د کابل- هرات پر لویه لار پروت ولایت دی او د ډیورنډ له فرضي کرښې سره ۶۴ کیلومتره ساحه لري.