ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ اسیا جام سیالیو پای‌لوبه به د کومو لوبډلو ترمنځ وي؟

د کرکټ اسیا جام سیالیو پای‌لوبه به د کومو لوبډلو ترمنځ وي؟

author avatar
7 Sep 2022 - 02:57
د کرکټ اسیا جام سیالیو پای‌لوبه به د کومو لوبډلو ترمنځ وي؟
author avatar
7 Sep 2022 - 02:57

اټلانټا (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۱): د سریلانکا پر وړاندې د هند له ماتې وروسته د کرکټ اسیا جام پای‌لوبې ته د رسېدونکې لوبډلو حالت لا هم څرګند نه دی.

د شل اووریز کرکټ اسیا جام سیالۍ چې دا مهال په متحده عربي اماراتو کې روانې دي، دویم پړاو ته یې څلورو لوبډلو (پاکستان، هندوستان، افغانستان او سریلانکا) لاره موندلې وه.

په دویم پړاو سیالیو کې تر اوسه سریلانکا دوه لوبې ګتلې او پای‌لوبې ته یې د رسېدو چانس ډېر زیات دی.

بلخوا پاکستان یوه لوبه کړې او هغه یې ګټلې، هندوستان دوه لوبې کړې، دواړه یې بایللې او افغانستان یوه لوبه کړې او هغه یې بایللې ده.

تر اوسه پای‌لوبې ته د هیڅ یوې لوبډلې رسېدل تایید شوي نه دي، خو دا چې سریلانکا دوه لوبې ګټلې، نو چانس یې ډېر ښودل شوی دی.

د پاکستان جیو ټلوېزیون د خبر له مخې، که چېرې افغانستان او سریلانکا له پاکستان څخه خپلې لوبې وګټي او هندوستان بیا له افغانستان څخه په لوی توپیر وګټي، نو بیا د منډو اوسط ته کتل کېږي چې له سریلانکا سره پای‌لوبه کې پاکستان، افغانستان یا هندوستان لوبېږي.

بلخوا که چېرې افغانستان له هندوستان او پاکستان دواړو خپلې لوبې وګټي او پاکستان بیا سریلانکا ته ماتې ورکړي، نو هند به له سیالیو ووځي او له دې نورو درېیو لوبډلو به دوه یې پایلوبې ته ځي.

خو که چېرې نن پاکستان له افغانستان څخه وګټي نو ټول (اګرمګر) به له منځه ولاړ شي، پاکستان او سریلانکا به نېغ په نېغه پایلوبې ته لاره ومومي.

د سریلانکا پر وړاندې له ماتې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې د هندوستان لوبډلمشر روهیت شرما وویل، غم مه کوئ، هند پایلوبې ته وځي.

هغه وړاندوینه وکړه چې پایلوبه به د پاکستان او هندوستان ترمنځ ترسره کېږي.

Views: 891

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.