کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۱): د افغانستان د مالیې وزارت وايي، په تېر یوه کال کې د ۱۳۳ میلیارد افغانیو په ارزښت صادرات شوي، په داسې حال کې چې د مخکني حکومت پر مهال په یوه کال کې د صادراتو کچه ۶۸ میلیارده افغانۍ وه.
د مالیې وزارت نن (چهارشنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې په تېر یو کال کې د ۱۳۳ میلیارد افغانیو په ارزښت صادرات شوي، په داسې حال کې چې په تېر حکومت کې د یو کال صادراتو کچه ۶۸ میلیارده افغانۍ وه چې د تېرو کلونو په پرتله ۶۵ میلیارده افغانۍ ډېروالی ښيي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د مخکني حکومت د صادراتي جوپو شمېر ۶۲۲۹۴ ته رسېده، په داسې حال کې چې تېر یو کال ۱۸۳۸۸۴ جوپې صادرې شوې دي.
مالیې وزارت څرګنده کړې چې په تېر یو کال کې ۵۶۹۶۴ ترانزیټي محمولې له هېواده تېرې شوې دي، په داسې حال کې چې په تېر حکومت کې دغه شمېر ۱۵۵۷۴ ته رسېده.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د روان کال د وږي په ۸مه، اعلان کړی و چې د تېر یو کال په لړ کې د افغانستان صادرات څه باندې یو میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت څه باندې یو میلیارد ډالرو ته د صادراتو د کچې رسېدو لامل د هوايي دهلیزونو بېرته فعالول او پانګهوالو ته د سلګونه زره جریبه ځمکې وېشل یاد کړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP