ژبه

د اسیایي جام دویم پړاو سیالیو په وروستۍ لوبه کې سریلانکا پاکستان ته ماتې ورکړه

کابل (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۱): د کرکټ د اسیایي جام سیالیو د دویم پړاو سیالیو په وروستۍ لوبه کې سریلانکا پاکستان ته ماتې ورکړه.

دا سیالۍ چې په متحده عربي اماراتو کې روانې دي، ددې غیر مهمې لوبې پچه سریلانکا وګټله او لومړی یې پاکستان ته د توپ وهنې بلنه ورکړه.

د پاکستان ټوله لوبډله په شلم اوور کې په ۱۲۱ منډو وسوځیدله او سریلانکا ته یې د ۱۲۲ منډو هدف ورکړ، د پاکستان له لوري بابر اعظم ۳۰ او محمد نواز د پام وړ ۲۶ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا لوبډلې یاد هدف په اوولسم اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدلو سره ترلاسه او لوبه یې وګټله.

د سریلانکا له لوري نسانکا ۵۵، راجپاکسا ۲۴ او شناکا ۲۱ منډې جوړې کړې.

ددواړو لوبډلو ترمنځ پای لوبه به د یکشنبې په ورځ ترسره شي.