ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې خپلمنځي شخړې او ترافیکي پېښې؛ ۶ کسان مړه او ۱۸ نور ټپيان شوي

هلمند کې خپلمنځي شخړې او ترافیکي پېښې؛ ۶ کسان مړه او ۱۸ نور ټپيان شوي

author avatar
10 Sep 2022 - 16:50
هلمند کې خپلمنځي شخړې او ترافیکي پېښې؛ ۶ کسان مړه او ۱۸ نور ټپيان شوي
author avatar
10 Sep 2022 - 16:50

لښکرګاه (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۱): د هلمند په مرکز لښکرګاه او یو شمېر ولسوالیو کې د خپلمنځي شخړو له امله یو کس مړ او ۱۱ نور ټپيان شوي، دغه راز په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښو له امله بیا پنځه کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي.

دا پېښې د تېرې یوې اوونۍ په اوږدو کې شوې دي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، د خپلمنځي شخړو پېښې د تېرې یوې اوونۍ په اوږدو کې د مرکز لښکرګاه ترڅنګ په ګرشک، کجکي، ګرمسېر او باباجي ولسوالیو کې شوې چې په پایله کې یې یو کس مړ او ۱۱ نور ټپيان شوي دي.

دی وايي، ډېرې دا پېښې د اوبو او ځمکو د ملکیت پر سر شوې چې په تړاو یې یو شمېر کسان هم نیول شوي دي.

دغه راز هغه زیاته کړه چې د دغه ولایت په باباجي، نادعلي، واشير، سنګین او نهرسراج ولسوالیو کې ۸ ترافیکي پېښې شوې چې په پایله کې یې پنځه کسان مړه او ۷ نور ټپيان شوي دي.

د ده په خبره، ډېرې ترافیکي پېښې د بې احتیاطۍ او ترافیکي اصولو نه مراعاتولو له امله شوې دي.

د یوه بل خبر له مخې، تېره شپه د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ اړوند د رېګ په سیمه کې څلور کسان پاکستان ته د اوسپنې قاچاق په تور نیول شوي دي.

مولوي محمد قاسم ریاض وايي، نیول شوو کسانو غوښتل په څلورو موټرو کې بار اوسپنه پاکستان ته قاچاق کړي چې د امنیتي کسانو له خوا ونیول شول.

دی زیاتوي، نیول شوي کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.

Views: 44

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.