خوست ښار (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۱): د خوست يو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې په ښار کې د بېکيفيته او تاريختېر درملو پېر او پلور زيات شوی او ټينګار کوي چې بايد مخنيوي يې وشي.
دوی وايي، له تېرو څو میاشتو راهیسې د یاد ولایت په ډېری درملتونونو کې تاریختېر اوپه ځانګړي ډول بېکیفیته درمل پلورل کېږي چې خلکو ته د ګټې پرځاى تاوان کوي.
هغوی زياتوي، که شته حالت همداسې دوام وکړي نو خلک اړ دي چې خپل ناروغان د درملنې لپاره د هېواد نورو ولايتونو او يا له هېواده بهر انتقال کړي.
د سيدالله په نوم د خوست يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل چې د خوست ښار په زياتره درملتونونو کې د بېکیفیته او تاریختېر درملو پلور اندېښمن کړی او له حکومته د دغه کار د مخنيوي غوښتنه کوي.
هغه وايي: «وخت مو ضايع شي، مريض مو ښه نه شي او کله مريض له لاسه ورکړو، د دې پر ځای چې ګټه وکړي هغه نقص کوي.»
دغهراز د عصمتالله په نوم د خوست ښار يوه بل اوسېدونکي هم پژواک ته وويل چې بېکيفيته او تاريختېر درمل سره له دې چې ناروغ ته ګټه نه کوي، خلکو اقتصادي تاوان هم رسوي.
دی زياتوي: «ما ته ډاکټر يو قسم ګولۍ راکړې وې، په ځای د دې چې جوړ کړی يې وای نور يې پسې مريض کړم. د معدې بيماري يې پسې را واچوله، بډوډي مې پسې خوږېدل، دا هغه بېکيفيته دوايانې وې چې ماته يې راکړې وې.»
د خوست ځینو نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او د بېکيفيته او تاريختېر درملو د پېر او پلور د مخنيوي غوښتنه يې وکړه.
همدارنګه په خوست کې یوه ډاکټر عبدالحکيم ځدراڼ پژواک نه وويل چې په ښار کې له تېرو شاوخوا اتو مياشتو راهيسې د باکيفيته درملو پيدا کېدل يو څه ستونزمن شوي او لامل يې هم د «ډي اې» په نوم ادارې له لوري هېواد ته د درملو نه واردول دي.
هغه زياته کړه: «اکثريته دوا په قاچاقي شکل باندې راځي، هغه باکيفیته نه راځي بېکيفيته راځي، خو که باکيفيته دوايي را هم شي په ګمرک کې څلور مياشتو نه تر اتو مياشتو پورې پرتې وي، ټول کيفيت يې له منځه ځي او يو ماشين په ټول افغانستان کې لري چې د انالايز په خاطر دی چې د دوايي کيفيت معلوم کړي، هغه د څلوېښت ميليون کسانو لپاره دوا نه شي چک کولای.»
بل لورته د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شبيراحمد عثماني بيا پژواک ته وويل چې دوی د ښار او ولسواليو له درملتونونو څخه د څارنې او ارزونې په موخه په بېلابېلو وختونو کې پلاوي ټاکلي، څو د بېکیفیته او تاریختېرو درملو د پلور مخه ونيول شي.
دی وايي: «زموږ د پلاوي تفتيش به دوام لري، د بېکيفيته دوايانو بايد مخه ونيول شي او مخه به يې نيسي. د عامې روغتيا وزارت له خوا هغو کمپنيو سره قراردادونه شوي چې په ښه کيفيت دوايانې لري.»
د یادونې ده، په خوست کې تر ډېره درملتونونه د فعاليت قانوني جواز او مسلکي کارکوونکي نه لري.
Views: 73
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن