کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۱): د متحده عربي اماراتو د ۲۰۲۲ کال د کرکټ په لس اووریزو سیالیو کې، ۱۱ افغان لوبغاړي د بېلابېلو لوبډلو لپاره اخیستل شوي دي.
دغه کرکټ لیګ د روان زېږدیز کال د نوامبر په ۲۳مه، په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي او د همدغه کال د ډسمبر تر څلورمې نېټې دوام کوي.
د يادو سياليو لپاره له بېلابېلو هېوادونو لوبغاړي پيرل کېږي چې سږ کال ١١ افغان لوبغاړي هم پېرل شوي دي.
په دغو لوبغاړو کې نجیبالله ځدراڼ، ابراهیم ځدراڼ، رحمانالله ګربز، حضرتالله ځاځی، کریم جنت، فضلالحق فاروقي، درویش رسولي، اظهارالحق نوید، ظاهر خان، نوینالحق او مجیبالرحمن شامل دي.
د یادونې ده، اوسمهال افغان کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړۍوال شل اووریز جام سیالیو ته د چمتووالي لپاره په متحده عربي اماراتو کې پر تمریناتو بوخته ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP