Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افراسیاب خټک له ثبوت پرته ادعا کوي چې د نجیب په وژنه کې د یوه پاکستاني جنرال لاس و

اټلانټا (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۱): د پاکستان د مشرانو جرګې پخواني غړي افراسیاب خټک ادعا کړې چې د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکتر نجیب‌الله په وژلو کې د پاکستان د یوه جنرال لاس و، خو هغه د خپلې دغې ادعا ثبوت نه دی وړاندې کړی.

خټک دغه څرګندونې په یوه ویډیویي پیغام کې کړې چې د ډاکټر نجیب‌الله د وژنې د ۲۶م تلین په مناسبت يې خپره کړې ده.

د یادونې ده، له ننه ۲۶ کاله مخکې د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب‌‎الله د ۱۹۹۶ کال د سپټمبر ۲۶مه او ۲۷مه نېټې ترمنځ پلازمېنه کابل کې په داسې حال کې ووژل شو چې د ملګرو ملتونو په ځايي دفتر کې یې پناه اخیستې وه.

د بي‌بی‌‎سي د راپور له مخې، افراسیاب خټک د خپلې ادعا لپاره د کوم ثبوت یادونه نه ده کړې، خو په وینا یې «طالبانو» هغه مهال د نجیب‎الله د وژنې په ګډون ځیني اقدامات وکړل.

خټک د ډاکتر نجیب وژنه پر «افغانستان او افغانیت» یو ګوزار بللی دی.

د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه د افراسیاب خټک د ادعا په اړه څه نه دي ویلي، خو پخوا یې دا ډول څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي چې نجيب الله د خپلو جرمونو په سزا ورسول شو.

په راپور کې زیاته شوې چې د ۱۹۹۲ میلادي کال په اپرېل میاشت کې کابل هوايي ډګر ته د نجیب الله مخه ونیول شوه او له هغه وروسته يې د ملګرو ملتونو په دفتر کې پناه واخیسته او د وژل کېدو تر مهاله همالته پاتې شو.

د ډاکټر نجیب الله پلویان هغه د افغانستان یو «وطن دوست او خواخوږی» ولسمشر بولي، خو مخالفین یې بیا وايي چې نوموړي له ولسمشرۍ مخکې هغه مهال چې د «خاد» مشر و، د ګڼو بېګناه افغانانو په وژنه کې لاس درلود.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.