ژبه

په نورستان او میدان وردګو کې له زرګونو بېوزلو کورنیو سره مرستې وشوې

پارون، میدان‌ښار (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۱): په نورستان کې نن له ۹۲۸ کورنیو سره د کار په بدل کې د خوراکي توکي د مرستي لړۍ پيل شوه او په میدان وردګو کې پر ۵۷۹۳ اړو کورنیو نغدې پيسې ووېشل شوې.

د نورستان د کرنې ریاست د پلان او پالیسۍ مدیر عنایت الرحمن پژواک خبري اژانس ته وویل، د خوړو نړیوال سازمان (WFP) له خوا د دغه ولایت پر ۹۲۸ بېوزلو کورنیو د کار په بدل کې د خوراکي توکو د وېش لړۍ پيل شوه چې ۹ میاشتې به دوام وکړي.

هغه زیاته کړه، د دغو کورنیو غړي به په مرکز پارون، واما، وانټ وایګل او کامدېش ولسوالیو کې د چک ډیمونو، د اوبو زېرمو او ونو پيوندولو برخو کې کار کوي.

دی وايي، هرې کورنۍ ته په میاشتني ډول ۱۰۰ کیلوګرامه اوړه، ۱۰ لېټره غوړي او ۱۲ کیلوګرامه دال ورکول کېږي.

د میدان وردګو د کلیو پراختيا او بیارغونې ریاست هم پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، نن د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له خوا د دغه ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې پر ۵۷۹۳ بېوزله کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه.

سرچینې ويلي چې هرې کورنۍ ته ۴۳۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې هم پر ۲۲۰۰ اړو کورنیو خوراکي توکي وېشل شوي او هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، پنځه لیټره غوړ، دوه اعشاریه ۲۶ کیلوګرامه دال او یو پاکټ مالګه ورکړل شوي و.