Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اروزګان په ګیزاب کې سلګونه کسان د خوراکي توکو بدل کې پر کار ګومارل شوي

ترینکوټ (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۱): د اروزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې د افغان پرمختیايي موسسې/ADA  له خوا ۹۸۰ نارینه او  ۱۴۵ ښځې د خوراکي توکو په بدل کې پر کار ګومارل شوي دي.

په اروزګان کې د یادې شوې موسسې مسوول شېر حسین مرتضوي پژواک خبري اژانس ته وویل، په ګیزاب ولسوالۍ کې یې د کرنې د ودې په موخه څلور پروژې پیل کړې چې د ۱۴۵ ښځو په ګډون ۱۱۲۵ کسان په کې پر کار ګومارل شوي دي.

هغه زیاته کړه، هغه پروژه چې د سېلابونو د مخنیوي، د اوبو زېرمو جوړولو او په دښتي سیمو کې د غوچوو ایستلو په موخه په دې ولسوالۍ کې پیل شوې، ۹۸۰ کسان کار په کې کوي.

دی وايي، دغه کسان به د نهو میاشتو په موده کې ۹۷۰۰ کندې - چې یو متر سور، ۵ متره اوږدوالی او یو متر ژوروالی ولري، وکاږي.

مرتضوي وویل، د دې ترڅنګ په دې ولسوالۍ کې ۱۴۵ مېرمنې په خپلو کورونو کې د باغچو جوړولو په برخه کې پر کار ګومارل شوې چې روزنه او کاري وسایل هم ورکول کېږي.

نوموړی زیاتوي، دغو کسانو ته د یادو شوو کارونو په بدل کې هره میاشت ۱۰۰ کیلوګرامه اوړه، ۱۰ لېټره غوړي، ۱۲ کیلوګرامه دال او یو کیلوګرام مالګه ورکول کېږي.

د ده په وینا، دغه کسان له یوې سروې وروسته په نښه شوي او د کار په بدل کې د بشري مرستو مستحق پېژندل شوي دي.

پر کار بوخت کسان خوشحاله دي چې د خوراکي توکو په بدل کې دکار زمینه ورته برابره شوې ده.

د ګیزاب ولسوالۍ اوسېدونکی شریف‌الله چې په دغه پروژه کې پر کار بوخت دی، پژواک خبري اژانس ته وویل، مخکې مرستې هغو کسانو وړلې چې اړ نه وو، خو په دغه پروسه کې د درغلۍ مخنیوی شوی دی.

هغه زیاته کړه، خوښ دی چې د خپلې سیمې د ابادۍ لپاره کار کوي او په بدل کې یې خوراکي توکي تر لاسه کوي.

په یاده پروژه کې پر کار بوخت بل کس اخترمحمد بیا له نورو مرستندویه ادارو هم وغوښتل چې خپلې بشري مرستې د کار په بدل کې خلکو ته ورکړي.

له دې مخکې د اروزګان ولایت والي مولوي محمد علي جان احمد هم په دغه  ولایت کې د بشري مرستو د وېش له ادارو غوښتي وو چې د مرستو په وېش کې عدالت په پام کې ونیسي او د خلکو له اړتیاوو سره سمې مرستې وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.