Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د شل اووریز کرکټ نړۍوال جام سیالۍ؛ زمبابوې ایرلینډ او سکاټلینډ ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۱): د کرکټ د نړۍوال شل اووریز جام سیالیو د لومړۍ برخې په لړ کې زمبابوې ایرلینډ او سکاټلینډ ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه.

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ دوې برخې لري چې په لومړۍ کې يې سريلانکا، ویسټ‌انډیز، زمبابوې، ایرلینډ، سکاټلینډ، هالینډ،‌ نمیبیا او متحده عربي امارات يو د بل پر وړاندې لوبه کوي.

د سیالیو په بله لوړه برخه کې، افغانستان، اسټرالیا، انګلنډ، بنګله‌دېش، جنوبي افریقا، پاکستان، نیوزلنډ او هندوستان هغه اته غوره لوبډلې دي چې وار د مخه یې په مستقیمه توګه شل اووریز نړۍوال جام ته لار موندلې ده.

همدارنګه له یادې لومړۍ برخې څخه به څلور غوره لوبډلې له دغو اتو لوبډلو سره یو ځای کېږي او بیا به ټولې ۱۲ لوبډلې د نړۍوال جام په دویم پړاو کې له یو بل سره سیالۍ کوي.

د نړیوال جام سیالیو د لومړۍ برخې لوبې د تلې په ۲۳مه پیل شوې دي، ددغو سیالیو په لړ کې نن زمبابوې له ایرلینډ او ویسټ انډیز له سکاټلینډ سره لوبه ترسره کړه.

د زمبابوې او ایرلینډ د لوبې پچه ایرلینډ وګټله او لومړی یې زمبابوې ته د توپوهنې بلنه ورکړه، د زمبابوې لوبډلې د سکندر رضا د ۸۲ منډو پر مټ د اوو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۷۴ منډې جوړې کړې.

خو د ایرلینډ لوبډلې یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او لوبډله یې په شل اوورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۴۳ منډې جوړې کړې، دغه راز زمبابوې دا لوبه د ۳۱ منډو په توپیر سره وګټله.

ددویمې لوبې پچه ویسټ  انډیزه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، د سکاټلینډ لوبډلې په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۶۰ منډې جوړې کړې، خو د ویسټ انډیز ټوله لوبډله په ۱۱۸ منډو وسوځېدله او دغه راز سکاټلینډ دا لوبه د ۴۳ منډو په توپیر سره وګټله.

د نن ورځې په نورو تمریناتي لوبو کې انګلستان پاکستان ته، افغانستان بنګله دېش ته، هندوستان اسټرالیا ته او  سویلي افریقا نیوزلینډ ته ماتې ورکړه.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.