جلالاباد (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۱): د ننګرهار ولايت روغتيايي چارواکي وايي، د ډينګي ويروسي ناروغي چې دغه ولايت ته له پاکستان څخه راغلې وه، تر ډېره کنټرول شوې خو لا هم په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې.
دوی وايي، تېره مياشت د ۱۹ ښځو په ګډون ۱۳۴ ناروغانو د جلالاباد حوزوي روغتون ته مراجعه کړې چې په انتاني وارډ کې يې درملنه شوې ده.
تېر کال په ننګرهار کې د ډينګي ناروغۍ لومړنۍ پېښه ثبت شوه چې ډېر کسان پرې اخته شول، خو اوس مسوولين وايي چې دا ناروغي کنټرول شوې ده.
د ډينګي ناروغي چې د يوه ځانګړي مياشي په واسطه له يوه انسان څخه بل ته سرايت کوي، له امله يې ناروغ ته شدیده تبه، ځان درد، اختلالات او د بدن له مختلفو سيمو د وينې بهېدنه پيلېږي.
د جلالاباد د حوزوي روغتون د انتاني ناروغيو د درملنې برخې مسوول ډاکټر عبدالاحد سرخرودي پژواک اژانس ته وويل، تېره مياشت په ننګرهار کې دا ناروغي تر ډېره کنټرول شوې او تمه ده چې په روانه مياشت کې به نوره هم کنټرول شي.
دی وايي: «پېښې ورځ په ورځ کمېږي، ځکه هوا په يخېدو ده او په يخه هوا کې دا مياشی فعاليت نه شي کولای، د ميزان په مياشت کې موږ سره ۱۳۴ پېښې ثبت شوې چې په دې کې ۱۹ زنانه دي او پاتې نارينه، د مړينې هېڅ پېښه نه لرو.»
هغ زیاتوي، د جلالاباد پر حوزوي روغتون سربېره د یاد ولايت په ټولو ولسواليو کې د ډينګي ناروغۍ د درملنې لپاره لومړنۍ اسانتياوې برابرې شوې دي او هغه ناروغان چې په ولسواليو کې يې درملنه نه کېږي نو مرکز جلالاباد ښار ته لېږدول کېږي.
په ورته وخت کې روغتياپالان وايي، ډينګي يوه ويروسي ناروغي ده چې له يوه انسان څخه بل انسان ته په اسانۍ سره سرایت کوي.
په جلالاباد ښار کې د داخله ناروغيو متخصص ډاکټر خيرالله امان وايي، ټولې کورنۍ بايد په خپلو سيمو کې ناپاک ځايونه او د ناپاکو اوبو ډنډونه له منځه يوسي او دغهراز دې له پشهخانو څخه ګټه واخلي.
د هغه په وينا، که خلک دغه کار وکړي نو د ډينګي په څېر د ډېرو نورو ناروغيو مخه به هم ونيول شي.
د يادونې ده چې د ډينګي ناروغۍ ډېرې پېښې په هند او پاکستان کې ثبت شوې دي.
Views: 35
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن