Language

بغلان کې د ترافيکي پېښې له امله نهو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

پلخمري (پژواک، ١١ لړم ١٤٠١): د بغلان په خنجان ولسوالۍ کې د ترافيکي پېښې له امله يو ماشوم مړ شوى او اته نور کسان ټپيان شوي دي.

د بغلان د ترافيکو مدير قاري نذيرالله عابدي پژواک ته وويل چې تېره ورځ ناوخته د خنجان ولسوالۍ په مربوطاتو کې يوه کرولا موټر له هېنو موټر سره ټکر کړى دى.

هغه وايي چې په دې پېښه کې يو ماشوم مړ شوى او د ښځو او ماشومانو په ګډون اته نور کسان ټپيان شوي دي.

دغه راز د بغلان د عامې روغتيا رياست وياند عبدالله ملنګ پژواک ته وويل چې د يادې پېښې دوو ټپيانو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دى.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د بغلان ولايت مربوطاتو کې ترافيکي پېښې ډېرې شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.