جلالاباد، ترینکوټ (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۱): په ننګرهار ولایت کې د ملګرو ملتونو پرمختيايي پروګرام (یواینډيپي) په مالي ملاتړ د ۷ میلیون افغانيو په لګښت یو کانال جوړ شو.
دغهراز په اروزګان ولایت کې بیا د ټولګټو چارو وزارت له خوا د ۳ میلیون افغانيو په لګښت د یو شمېر پلونو او پولګوټو د بېرته رغولو چارې پيل شوې.
د ننګرهار ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، په چپرهار ولسوالۍ کې يې د ملګرو ملتونو پرمختيايي ادارې ( UNDP) له خوا د اووه ميليون افغانيو په لګښت يو کانال جوړ کړ.
چارواکي وايي، د دغه کانال اوږدوالی ۵۵۰ متره دی او شاوخوا ۴۰۰۰ جريبه ځمکه به خړوبه کړي.
د ننګرهار ولايت د کرنې رييس مولوي عبدالستار محمد وايي، د چپرهار ولسوالۍ د ګلدرې کانال چې ۵۵۰ متره اوږدوالی لري، د ملګرو ملتونو پرمختيايي پروګرام په همکارۍ ورغول شو.
د هغه په وينا، یاد کانال چې په جوړېدو يې ۷ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی، لس پلچکونه هم ورته جوړ شوي او د جوړېدو په کار کې يې د سيمې ۷۰۰ کسانو ته ورځ مزدوري هم برابره شوې وه.
د کرنې رييس زياتوي، د دغه کانال په جوړېدو سره به په سيمه کې ۴۰۰۰ جريبه ځمکه خړوبه او کرنيز محصولات به هم ډېر شي.
د سيمې خلک د دغه کانال له جوړېدو خوښ دي او د چپرهار په نورو سيمو کې هم د ورته رغنيزو پروژو د پيل غوښتنه کوي.
د چپرهار ولسوالۍ يوه قومي مشر ملک محکم خان دولتزي پژواک ته وويل، د ګلدرې سيمې کروندګر تر دې وړاندې د اوبو په برخه کې له ستونزو سره مخ وو چې اوس به يې دا ستونزه تر ډېره حل شي.
د یو بل خبر له مخې، د اروزګان له مرکز څخه ولسوالیو ته پر غځېدلو لارو د هغو پلونو او پلچکونو د رغولو چارې نن پېل شوې چې د تېرو جګړو او سېلابونو له امله ویجاړ یا تخریب شوي دي.
د اروزګان والي مولوي علي جان احمد پژواک ته وویل: «د ټولګټو چارو وزارت په مالي ملاتړ له مرکز ترینکوټ څخه دهراود او چارچینو ولسوالیو ته د غځېدلې لويې لارې شل پلونه او پلچکونه چې د تېرو جګړو او سېلابونو له امله ویجاړ یا تخریب شوي، د بیارغونې چارې نن پيل شوې.»
د اروزګان ولایت د ټولګټو چارو رییس مولوي نظامالدین نظامي هم وویل: «د مرکز ترینکوټ څخه دهراود او چارچینو ولسوالیو ته پر غځېدلې لارې اووه پلچکونه نوي جوړېږي او ۱۳ پلونه او پلچکونه بیاځلي ترمیمېږي.»
ده وویل، د لارې د ساتني لپاره ۵۰ متره استنادي دېوال هم جوړېږي چې پر ټولو رغنیزو چارو شاوخوا درې میلیونه افغانۍ لګښت راځي او کار به يې په یوه میاشت کې بشپړ شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP