کابل (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۱): د کرکټ ملي لوبډله په شل اووریز نړۍوال جام سياليو کې له ګډون وروسته بېرته هېواد ته راستنه شوه.
د افغانستان کرکټ بورډ نن په خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې افغان کرکټ ملي لوبډله په نړۍوال جام کې له ګډون وروسته نن سهار هېواد ته راستنه شوه.
د ۲۰۲۲ کال نړۍوال شل اووریز جام لومړی پړاو سیالۍ د اکتوبر په ۱۶مه او د یاد جام دویم پړاو سیالۍ بیا د اکتوبر په ۲۲مه، استرالیا کې پیل شوې.
د کرکټ په شل اووریز نړۍوال جام کې افغانستان دوې تمریني او پنځه رسمي لوبې وکړې.
دغهراز افغانستان په لومړۍ تمریني لوبه کې بنګلهدېش ته ماتې ورکړه او له پاکستان سره یې تمریني لوبه د باران له امله بېپایلې پاتې شوه.
همدارنګه افغان کرکټ ملي لوبډلې په نړۍوال جام سیالیو کې پنځه رسمي لوبې وکړې چې د ایرلنډ او نیوزلنډ پر وړاندې لوبې یې د باران له امله لغوه شوې او د انګلستان، سریلانکا او استرالیا پر وړاندې یې لوبې وبایللې.
د کرکټ شل اووریز جام سیالۍ لا روانې دي چې نیوزلنډ، پاکستان، انګلستان او هندوستان لوبډلو نیمه پایلوبې ته لار موندلې، خو د افغانستان سفر په کې پای ته ورسېد او لوبډله هېواد ته راستنه شوه.
دغهراز په نیمه پایلوبه کې به نیوزلنډ له پاکستان او انګستان له هندوستان سره لوبه کوي.
د کرکټ نړۍوال جام پایلوبه به د روانې نوامبر میاشتې په ۱۳مه نېټه ترسره شي.
افغانستان د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې د کرکټ شل اووریز نړۍوال جام کې ګډون کړی و او تراوسه یې په شپږو نړۍوالو جامونو کې برخه اخیستې ده.
د یادونې ده چې افغان کرکټ ملي لوبډله به روانه میاشت سریلانکا ته لاړه شي او هلته به د یاد هېواد له ملي لوبډلې سره درې یو ورځنۍ لوبې وکړي چې لومړۍ لوبه به د نوامبر په ۲۵مه، دویمه ۲۷مه او درېيمه به د همدې میاشتې په ۳۰مه نېټه ترسره شي.
Views: 233
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن