کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۱): د کرکټ شل اووریز نړۍوال جام سیالیو په لړ کې انګلستان هندوستان ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار ومونده.
د کرکټ شل اووریز نړۍوال جام سیالیو په لړ کې نن دویمه نیمه پایلوبه د انګلستان او هندوستان ترمنځ وشوه.
په دې سیالۍ کې هندوستان لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۸ منډې جوړې کړې او انګلستان ته یې د ۱۶۹ منډو هدف وټاکه.
انګلستان یاد هدف د کوم لوبغاړي له سوځېدو پرته په ۱۶ اوورونو کې پوره کړ او هندوستان ته یې د لسو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
په دغه لوبه کې د انګلستان له لوري په توپوهنه کې جوش بټلر ۸۶ او الیکس هلیز ۸۰ منډې جوړې کړې.
همدارنګه تېره ورځ پاکستان په لومړنۍ نیمه پایلوبه کې نیوزلنډ ته ماتې ورکړې وه.
د ۲۰۲۲ کال نړۍوال شل اووریز جام لومړی پړاو سیالۍ د اکتوبر په ۱۶مه او دویم پړاو بیا د اکتوبر په ۲۲مه، اسټرالیا کې پیل شوې.
د یادونې ده، د کرکټ نړۍوال جام پایلوبه به د روانې نوامبر میاشتې په ۱۳مه نېټه د انګلستان او پاکستان ترمنځ ترسره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP