کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، د هېواد د فوټسال ملي لوبډله د برازیل په کوربهتوب په شپږ اړخیز ټورنمنټ کې ګډون کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په برازیل کې د «Copa das Nações de Futsal» په نوم د فوټسال په شپږاړخیز ټورنمنټ کې ګډون کوي.
سرچینه زیاتوي، دغه سیالۍ د اکټوبر له ۱۲مې تر ۱۸مې نېټې پورې د برازیل د پارانا ایالت په «سائو ژوزه دوس پینهایس» ښار کې ترسره کېږي.
خبرپاڼه کې راغلي، په دغو سیالیو کې شپږ لوبډلې برخه اخلي چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په B ګروپ کې د جاپان او پیرو هېوادونو له ملي لوبډلو سره لوبېږي.
د دغو سیالیو په A ګروپ کې بیا د برازیل، اندونیزیا او کېپورد ملي لوبډلې برخه لري.
د فوټبال فدراسیون ویلي چې د برازیل په دغو سیالیو کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د سفر او هوټل کې د اوسېدو ټول لګښتونه دوی ورکوي.