ژبه

مزارشریف ښار کې د یوه سړک د کانکریټ کولو چارې پیل شوې

مزارشریف (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۱): د بلخ مرکز مزارشریف ښار په شپږمه ناحیه کې د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د ۹۱۰ متره سړک د کانکړېټ کولو چارې پيل شوې.

د مزارشریف ښاروال مولوي نقیب‌الله طارق وایي چې د دغه سړک کار د مزارشریف ښاروالۍ له لوري د دغه ښار د شپږمې ناحیې اړوند په بازارک او حیات سیمه کې پيل شوى دى.

دی وايي، دغه سړک ۹۱۰ متره اوږدوالى او ۷ متره پلنوالی لري چې پر کانکريټ کولو يې ١٥ ميليونه افغانۍ لګښت راځي.

په همدې حال کې، د یادې سیمې اوسېدونکي د سړک جوړېدو ته خوښ دي.

login or register a new account.