مزارشریف (پژواک، ۲۱ لړم ۱۴۰۱): د بلخ مرکز مزارشریف ښار په شپږمه ناحیه کې د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د ۹۱۰ متره سړک د کانکړېټ کولو چارې پيل شوې.
د مزارشریف ښاروال مولوي نقیبالله طارق وایي چې د دغه سړک کار د مزارشریف ښاروالۍ له لوري د دغه ښار د شپږمې ناحیې اړوند په بازارک او حیات سیمه کې پيل شوى دى.
دی وايي، دغه سړک ۹۱۰ متره اوږدوالى او ۷ متره پلنوالی لري چې پر کانکريټ کولو يې ١٥ ميليونه افغانۍ لګښت راځي.
په همدې حال کې، د یادې سیمې اوسېدونکي د سړک جوړېدو ته خوښ دي.
د سيمې اوسېدونکي ميرزا پژواک ته وويل: «لس کاله وړاندې د دغه سړک د جوړېدو چارې چې باید پیل شوې وای، ځنډېدلې وې، نن خوشاله یو چې چارې یې وروسته له اوږدې مودې بېرته پیل شوې.»
د مزارشریف ښاروالۍ مسوولین وایي، په پام کې لري چې په دغه ښار کې ٢٧ نورې پروژې هم پلې کړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










