کندوز (پژواک، ۱ لېندۍ ۱۴۰۱): د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست وايي، د دولتي پوهنتونونو د علمي کادرونو د معاش لوړولو لپاره هڅې روانې دي.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم نن کندوز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل، هڅه کوي څو د علمي کادرونو د معاشونو کمښت له منځه ولاړ شي او د دوی معاشونه د تېر په څېر په بشپړه توګه ورکړي.
هغه زیاته کړه، په پوهنتونونو کې به د استادانو بستونه بشپړ او د هغوی د ګومارنې بهیر به هم اسانه شي.
هغه وویل: «اصولا استادان حق لري چې پوره معاش واخلي، د امیرالمومنین مشوره مو اخېستې، رییس الوزرا ته مې کتبي وړاندیز وکړ، څو د استادانو د معاشونو کمښت ختم شي.»
ندیم دغهراز وویل، د پوهنتونونو دروازې به د علماوو پرمخ پرانیستل شي او له پوهنې وزارت سره په همغږۍ به د مدرسو په نصاب کې عصري مضمونونه اضافه شي.
دغهراز، په دې غونډه کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو يو شمېر مسوولينو په تحصیلي بنسټونو کې د ځينو ننګونو د شتون يادونه وکړه او پر هواري یې ټینګار وکړ.
د شمالختيځ زون د خصوصي لوړو زدهکړو موسسو او پوهنتونونو ټولنې رییس سميعالله دانشیار وويل: «يو پوهنتون هم د لوړو زدهکړو له وزارته، هم له ښاروالۍ او هم د ايسا له ادارې څخه جواز اخلي او دا ټول په یو نه یو ډول لګښت لري.»
هغه زیاته کړه، حکومت دې دوی ته د دې زمینه برابره کړي، څو خلکو ته خدمت وکړي او ستونزې یې ورحل کړي.
د کندوز پوهنتون رییس ضیاءالدین سیرت هم د دغه ولایت په دولتي پوهنتون کې د ځینو ننګونو یادونه وکړه او ویې غوښتل چې په دغه پوهنتون کې نوي پوهنځي او لابراتوار جوړ شي.
دا په داسې حال کې ده چې د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست تېره ورځ د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې ویلي وو، مشهور دیني عالمان به له آزموینې پرته د استادانو په توګه وګومارل شي.
Views: 41
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن