ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د پاکستان پر سفارت برید؛ متقي بلاول ته د ډیپلوماتانو د امنیت ډاډ ورکړ

کابل کې د پاکستان پر سفارت برید؛ متقي بلاول ته د ډیپلوماتانو د امنیت ډاډ ورکړ

author avatar
3 Dec 2022 - 07:13
کابل کې د پاکستان پر سفارت برید؛ متقي بلاول ته د ډیپلوماتانو د امنیت ډاډ ورکړ
author avatar
3 Dec 2022 - 07:13

اټلانټا (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۱): په کابل کې د پاکستان پر سفارت تر وسله‌وال برید وروسته، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري ته د ډیپلوماتانو د امنیت ډاډ ورکړی دی.

د پاکستان حکومت پرون ویلي وو، په کابل کې یې پر سفارت هغه مهال وسله‌وال برید وشو چې سرپرست سفیر عبیدالله نظاماني د سفارت په انګړ کې ګرځېده.

سرچینې زیاته کړې وه، په دغه برید کې یو ساتونکی ټپي شوی و چې په چورلکه کې اسلام‌اباد ته ولېږدول شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي بلاول بوټو زداري ته ټېلېفون کړی او د یاد برید په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

د سرچینې په وینا، متقي دغه ترهګریز برید په کلکو ټکو غندلی او ژمنه یې وکړه چې افغانستان به له ترهګرۍ سره جدي مبارزه کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر بلاول بوټو ته ویلي چې حکومت به یې په دغه برید کې ښکېل کسان د قانون منګولو ته وسپاري.

دغه‌راز متقي ډاډ ورکړی چې د ډیپلوماتانو امنیت به ټینګوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري له خپل افغان سیال څخه مننه کړې چې له دوی سره یې یووالی څرګند کړی او د ډیپلومانو د امنیت ډاډ یې ورکړی دی.

تر دې مخکې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په یوه ټویټ کې لیکلي وو، مغرضو کړیو ته به هیڅکله اجازه ورنه کړي چې په کابل کې د ډیپلوماتيکو ماموريتونو امنيت وګواښي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وایي، امنیتي ځواکونو په سیمه کې د پلټنو پرمهال له یوه کور څخه یو شکمن کس له دوه میله سپکو  وسلو سره نیولی دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.