ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اروزګان روغتیايي چارواکي: د سلګونو رضاکارانو په مټ مو تر لرو سیمو روغتیايي خدمات رسولي

د اروزګان روغتیايي چارواکي: د سلګونو رضاکارانو په مټ مو تر لرو سیمو روغتیايي خدمات رسولي

author avatar
7 Dec 2022 - 16:13
د اروزګان روغتیايي چارواکي: د سلګونو رضاکارانو په مټ مو تر لرو سیمو روغتیايي خدمات رسولي
author avatar
7 Dec 2022 - 16:13

ترینکوټ (پژواک، ۱۶ لېندۍ ۱۴۰۱): د اروزګان روغتیايي چارواکي وايي، شاوخوا زر رضاکاران یې ګومارلي څو په لرو سیمو کې خلکو ته روغتیايي مشورې ورکړي او د اړتیا پر مهال یې نږدې روغتیايي مرکزونو ته ور وپېژني.

په دغه ولایت کې د روغتیايي خدماتو د یوې پلې کوونکې ادارې (MOVE) یوه مسوول پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ۹۳۸ نارینه او ښځینه رضاکاران په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې ګومارل شوي چې دنده یې خلکو ته روغتیايي مشورې ورکول او د اړتیا پر مهال روغتیايي مرکزونو ته ورپېژندل دي.

هغه زیاته کړه، په اصل کې دغه کسان د ولس او روغتیايي مرکزونو ترمنځ د «ارتباطي پُل» په توګه کار کوي.

دی وايي، په دې وروستیو کې د همدغو رضاکارانو په مرسته توانېدلي چې په بېلابېلو سیمو کې خلک د ۵۶ روغتیايي مرکزونو د ودانیو لپاره خپلې شخصي ځمکې وقف کړي.

نوموړي خبر ورکړ چې ژر به د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پر هغو دوه- دوه جریب ځمکو د روغتیايي مرکزونو د ودانیو جوړولو چارې پیل کړي چې د خلکو له خوا ورته وقف شوې دي.

هغه وویل، د ودانیو له جوړولو وروسته به ۱۱۲ نور ښځینه او او نارینه روغتیايي کارکوونکي پر دندو وګوماري څو کلیوالو ته لومړي روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

د اروزګان د عامې روغتیا ریاست یو مسوول ډاکټر قدرت الله بیانزی وايي، همدا رضاکاران دي چې په دغه ولایت کې یې د روغتیايي خدماتو څرخ خوځنده ساتلی دی.

هغه زیاته کړه، اړوند ریاست د دغو کسانو د لا ښې روزنې او هغوی ته د حق الزحمې برابرولو لپاره هڅې پیل کړې دي.

په خپله دغه رضاکاران وايي، خوښ دي چې له کوم امتیاز پرته خلکو ته خدمت کوي او په سخت حالت کې د هغوی مرستې ته ځانونه رسوي.

له دې ډلې د سیدمحمد په نوم یوه روغتیايي رضاکار چې په دهراوود ولسوالۍ کې فعالیت کوي، پژواک خبري اژانس ته وویل، هره ورځ لسګونو کسانو ته روغتیايي مشورې ورکوي او د ناروغیو پر مهال یې نږدې روغتیايي مرکزونو ته ورپېژني.

نوموړی غوښته کوي چې دوی ته دې روزنیز پروګرامونه جوړ شي څو خلکو ته د لا ښه خدمت جوګه شي.

په اروزګان کې دا مهال د ۵۶ روغتیایي مرکزونو او ۴۰۰ روغتیايي پوستو له لارې خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کېږي.

Views: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.