[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۱): افغانستان لپاره د امریکا د پخوانیو سفیرانو یوې ډلې په یوه لیک کې د امریکا له قانونجوړوونکو غوښتي چې د تازه ورغلو افغانانو د مېشتېدو طرحه باید د امریکا د راتلونکي کال په بودیجه کې شامله شي.

د امریکا غږ د خبر له مخې، د سفیرانو په لیک کې چې پرون (د لېندۍ ۲۳مه) کانګرېس ته لېږل شوی، راغلي چې دا طرحه «زموږ له متحدانو سره د جنګ په وخت کې شوې ژورې او لازمي ژمنې پرځای کوي. دا یو اخلاقي مسوولیت دی او همدارنګه دا خبره یقیني کوي چې په راتلونکو جنګونو کې به ملاتړي ومومو.»

دغه لیک د راین کراکر، رونالډ نیومن، ویلیم ووډ، ارل انتوني وین، جیمز کننګهم، پي مایکل مک کینلي، هوګو لارنس او راس ویلسن لخوا لاسلیک شوی دی.

سرچینې زیاته کړې، یاد لیک چې د افغانانو د تخلیې پروګرام (AfghanEvac) بنسټګر شان وینډیور او د متحده ایالتونو پخواني سفیر فل کاسنیټ له خوا چمتو شوی، د افغانستان د کارپوهانو پیغام دی چې د افغانانو پر وړاندې د متحده ایالتونو د ژمنو پرځایښت لپاره په عمومي بودجه کې د دې طرحې شاملول اړین ګڼي.

له دې وړاندې، د امریکا د مشرانو جرګې غړې جین شهین او یو شمېر نورو امریکايي قانونجوړوونکو هم له دغه پلان څخه خپل ملاتړ اعلان کړی و.

مېرمن شهین د امریکا په کانګرس کې د ښځو او د امریکايي ځواکونو د افغان ژباړونکو د حقونو یوه فعاله ملاتړې ګڼل کېږي.

د امریکا کانګرس د سهشنبې په ماښام اعلان وکړ چې د عمومي بودجې په اړه یوې موافقې ته رسېدلي او قانونجوړوونکي به په څو راتلونکو ورځو کې د تصویب لپاره یوه مسوده چمتو کړي. خو د دغې بودجې د جزیاتو او دا چې د افغانانو د مېشتېدو طرحه پکې شامله ده که نه، څه نه دي ویلي.

کانګرېس ته په لېږل شوي لیک کې استدلال شوی چې که امریکا ته د تازه راغلو افغانانو د کېسونو پروسس او بیامېشتیدنې پلان د دغه هېواد په بودجه کې شامل نه شي، د پناهغوښتنې او مهاجرت محکمو سیستم به د هغو زرګونو افغانانو د غوښتنلیکونو د پروسس توان ونه لري کوم چې د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې د تخلیې په بهیر کې متحده ایالتونو ته راغلي او موقتي بشردوستانه اوسېدنې (Humanitarian Parole) موده یې پای ته رسېږي.

امریکا ته د نوو راغلو افغانانو د کېسونو پروسس او بیامېشتېدنې طرحه د موقتي بشردوستانه اوسېدنې له مخې امریکا ته راغلو افغانانو ته د دې حق ورکوي چې له اضافي پړاوونو پرته، په متحده ایالتونو کې د دایمي استوګنې یا ګرینکارت غوښتنه وکړي.

اوسمهال، امریکا ته تازه راغلي افغانان کولای شي یوازې د مهاجرت ځانګړې ویزې (SIV) له لارې په امریکا کې د دایمي استوګنې غوښتنه وکړي.

پخوانیو سفیرانو په دغه لیک کې استدلال کړی چې که امریکا د نوو راغلو افغانانو د پروسس او بیامېشتېدنې د طرحې تصویب په برخه کې عمل ونه کړي او د خپلو افغان متحدینو ملاتړ و نه کړي، پر امریکا باور به زیانمن شي.

په لیک کې ویل شوي: «که د امریکا متحدین وویني چې زموږ افغان همکاران یوازې پرېښودل شول، نو دوی به په راتلونکي کې د متحده ایالتونو له ماموریتونو سره مرستې ته ډېر لږ زړه ښه کړي.»

د امریکا ولسي جرګې د یوې اونۍ موقته بودجه د چهارشنبې په ورځ تصویب کړه او مشرانو جرګې ته یې ولېږله چې ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې تصویب شي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې یو شمېر افغانانو او امریکایانو په واشنګټن کې د امریکا د کانګرېس مخې ته پرلت وهلی او له وکیلانو غواړي چې دا طرحه پاس کړي.

[/restrict]