کابل (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، له پوهنې وزارت سره یې یو هوکړهلیک لاسلیک کړی چې له مخې به یې هېواد ته له کډوالۍ د راستنېدونکو زدهکوونکو لپاره د ښوونې او روزنې زمينه برابره شي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن (د لېندۍ ۲۸مه) په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي: «د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزير خليلالرحمن حقاني او د پوهنې وزير مولوي حبيبالله آغا پرون يکشنبه د لېندۍ په ۲۷مه د همکاريو هوکړهليک لاسليک کړ چې له مخې به يې د دواړو ادارو ترمنځ همکاري په لیکلې ډول دوام ومومي.»
سرچینه زیاتوي، د دغه هوکړهليک موخه له کډوالۍ څخه هېواد د راستنېدونکو زدهکوونکو لپاره د ښوونې او روزنې زمينه برابرول او همدارنګه د هغو ښوونځيو څارنه ده چې د هېواد په يو شمېر سيمو کې د نړۍوالو بنسټونو له لوري جوړېږي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیلالرحمن حقاني د هوکړهليک لاسليکولو پرمهال د راستنېدونکو زدهکوونکو د ښوونې او روزنې پر دوام ټينګار وکړ.
هغه وویل، د دغه هوکړهليک په لاسليکولو سره به راستنېدونکو زدهکوونکو ته د زدهکړو په برخه کې اسانتياوې برابرې شي او د هغوی د اسنادو ثبتولو په طی مراحلو کې د وخت ضايع کېدو مخنیوی وشي.
په ورته توګه، د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبيبالله آغا هم وويل چې د دغه هوکړهلیک له مخې به په ولايتونو کې د ښوونځيو جوړولو پروژو په پلې کېدو سره په لویه کچه د زدهکړو او په هېواد کې به بېروزګارو ته د کار زمینه برابره شي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د تېرو څلورو لسیزو جګړو له امله په کور دننه او بهر ګڼ شمېر افغانان کډوال او بېځایه او د بېلابېلو عواملو له امله ډېر شمېر افغان ماشومان له زدهکړو بېبرخې شوي دي.
Views: 100
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن