Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امنیت شورا ته د افغان ښځو لیک: پر کابل فشار راوړئ څو د نجونو زده‌کړو ته اجازه ورکړي

امنیت شورا ته د افغان ښځو لیک: پر کابل فشار راوړئ څو د نجونو زده‌کړو ته اجازه ورکړي

author avatar
23 Dec 2022 - 21:18
امنیت شورا ته د افغان ښځو لیک: پر کابل فشار راوړئ څو د نجونو زده‌کړو ته اجازه ورکړي
author avatar
23 Dec 2022 - 21:18

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۱): د افغانستان د ښځو یوې ډلې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په استولي لیک کې غوښتنه کړې چې پر سرپرست حکومت فشار راوړي څو ښځو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي.

د افغانستان لوړو زده‌کړو وزارت د لېندۍ په ۲۹مه اعلان وکړ چې په هېواد کې د نجونو لوړې زده‌کړې تر بل امر پورې وځنډول شوې.

د وزارت په خبرتیا کې راغلي: «د هېواد ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته خبر ورکول کېږي چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د کابینې ۲۸مې ګڼې مصوبې پرېکړې له مخې، د اناثو تحصیل هم تر امر ثاني پورې معطل شو.»

په دغه لیک کې چې د مرغومي په ۲مه پژواک ترلاسه کړی، راغلي: «موږ د Together Stronger په نوم ګروپ کې  ۱۵۵ ښځې چې د افغانستان دننه او بهر کې فعالیتونه کوو، تاسې ته لیکو چې د طالبانو رژیم د جنسیتي تبعیض کمپاین پر وړاندې اقدام وکړئ.»

په لیک کې راغلي، لکه څنګه چې ښکاره ده، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د نړۍوالې سولې او امنیت ټینګښت اصلي مسوولیت پر غاړه لري او اوس د دې وخت رارسېدلی چې تاسو د سرپرست حکومت له خوا د ښځو او نجونو پر تعلیم د بشپړ بندیز پر وړاندې اقدام وکړئ.

په لیک کې ادعا شوې، له تېر کال راهیسې چې نظام سقوط شو او نوي واکمنان حاکم شوي، د ښځو او نجونو بنسټیزو حقونو ښکاره نقض په ګډون د مارچ په میاشت کې لومړی د نجونو پر ثانوي زده‌کړو بندیز او بیا د ډسمبر په ۲۰مه د ټولو نجونو محصلینو پړ وړاندې د لوړو زده‌کړو بندیزونه ادامه لري. په نړۍ کې بل داسې هیڅ هېواد نشته چې پر ښځو دې یې د زده‌کړو بندیز لګولی وي او  غوڅ نیمايي نفوس یې په خپلو کورونو کې بندي کړی وي.

په لیک کې راغلي: «موږ له امنیت شورا غواړو چې د یوه پرېکړه‌لیک د تصویب په پار خپلې رهبرۍ ته وښیي څو طالبان دې ته اړ کړي چې د ښځو او نجونو زده‌کړې یو ځل بیا پیل کړي، پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه لرې کړي.»

په لیک کې له امنیت شورا غوښتنه شوې چې ژر تر ژره دې کابل ته یو پلاوی واستوي څو له هغو مدافعینو او استازو سره چې په افغانستان کې د امنیت، تعلیم او د ښځو او نجونو لپاره د کارموندنې په برخو کې کار کوي، وګوري.

د افغانستان سرپرست حکومت دغه پرېکړه د ملګرو ملتونو او اسلامي سازمان په ګډون ګڼ شمېر نړۍوالو ادارو او لسګونو هېوادونو غندلې ده.

دغه راز د حکومت یو شمېر چارواکو او سیاسي مشرانو هم خواشیني څرګنده کړې او ډېرو افغانانو پر ټولنیزو شبکو کې غندلې ده.

خو د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر مولوي ندامحمد ندیم تېره شپه ناوخته له ملي ټلوېزیون سره په یوه مرکه کې د دې پرېکړې لاملونه په ګوته کړل.

هغه وویل چې په تېرو ۱۴ میاشتو کې د اناثو زده‌کړو په ډګر  کې منکرات موجود وو، له همدې امله یې د نجونو لوړو زده‌کړو ځنډلو پرېکړه وکړه.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.