ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حج وزارت: بالغې نجونې د کابل ښار د جوماتونو مدرسو کې زده‌کړې نه شي کولی

د حج وزارت: بالغې نجونې د کابل ښار د جوماتونو مدرسو کې زده‌کړې نه شي کولی

author avatar
24 Dec 2022 - 23:38
د حج وزارت: بالغې نجونې د کابل ښار د جوماتونو مدرسو کې زده‌کړې نه شي کولی
author avatar
24 Dec 2022 - 23:38

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۱): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي چې بالغې نجونې یوازې د کابل ښار د جوماتونو مدرسو ته له ورتلو منع شوې دي.

د دغه وزارت له خوا د مرغومي په ۳مه په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د جوماتونو او حسینیو چارو انسجام عمومي ریاست له خوا یوازې د کابل ښار په هغو جوماتونو کې چې د بالغو نجونو مدرسې په کې وي، د نه ورتلو حکم شوی.

سرچینې زیاته کړې، د هغو ښځینه دیني مدارسو په اړه چې په جوماتونو کې نه دي، هیڅ نه دي ویل شوي.

له دې مخکې د لوړو زده‌کړو وزارت د لېندۍ په ۲۹مه اعلان وکړ چې په هېواد کې د نجونو لوړې زده‌کړې تر بل امر پورې وځنډول شوې.

د وزارت په خبرتیا کې راغلي: «د هېواد ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته خبر ورکول کېږي چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د کابینې ۲۸مې ګڼې مصوبې پرېکړې له مخې، د اناثو تحصیل هم تر امر ثاني پورې معطل شو.»

دا په داسې حال کې ده چې د کابل ښار په ښوونیزو کورسونو کې هم د مسوولینو د امر پر اساس د نجونو زده‌کړې بهیر ډول ځنډول شوي دي.

د افغانستان د سرپرست حکومت یادې پرېکړې په ملي او نړۍواله کچه غندل شوې دي؛ د ملګرو ملتونو او ګڼ شمېر هېوادونو ترڅنګ د اسلامي همکاریو سازمان او د ازهر مشر هم له دغه کار سره مخالفت څرګند کړی دی.

[/restrict]

Views: 444

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.