Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مارکس پوتزل: لوېدیځ هېوادونه دې په کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي

کابل (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۱): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر مرستیال مارکس پوتزل له لویدیځو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان د وضعیت ښې ارزونې لپاره دې په کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر مرستیال له یوې المانۍ رسنۍ ( (RNDسره په مرکه کې ویلي، که لویدیځ هېوادونه خپل سفارتونه په افغانستان کې پرانیزي، دغه هېوادونه کولی شي چې د افغانستان وضعیت ښه  وارزوي.

د آی‌نیوز د راپور له مخې چې پرون (یکشنبه، د مرغومي ۴مه) خپور شو، د ملګرو ملتونو یاد چارواکي ویلي، دا باید هېر نه شي چې لویدیځ هېوادونه هم په افغانستان کې خپلې ګټې لري.

هغه دې ته په اشارې چې غربي هېوادونه د باثباته افغانستان لېوال دي، زیاته کړې چې د سفارتونو پرانیسته باید د افغانستان د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلو سره مله نه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې په ۲۴مه، د مخکني حکومت له سقوط او د اسلامي امارت بیاځلي واکمنېدو وروسته لویدیځو هېوادونو خپل سفارتونه په کابل کې وتړل او خپل کارکوونکي یې وایستل.

د یادونې ده، تر اوسه هیڅ یوه هېواد د افغانستان حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو د ځینو هېوادونو سفارتونه په افغانستان کې فعال دي او سرپرست حکومت هم د پاکستان، ایران، روسیې او چین په ګډون ځینو هېوادونو کې سیاسي استازي لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.