کابل (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۱): د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د قرغې بند د ساتنې او مراقبت پروژه د نږدې شپږ میلیون افغانیو په ارزښت پیل شوه.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبدالطیف منصور په دې اړه د یوه ټویټ په کولو ویلي چې د نږدې شپږ میلیون افغانیو په ارزښت د کابل ولایت په پغمان ولسوالۍ کې د قرغې بند د ساتنې او مراقبت پروژه پرانیستل شوه.
دی وايي، د پروژې په پرانیسته کې د کابل سیندیزې حوزې عمومي مشر انجنیر حبیبالرحمن حقپال، د منځني کابل سیندیزې فرعي حوزې مشر مولوي وليمحمد تایب، د اوبو د تاسیساتو د ساتنې، مراقبت او ګټې اخیستنې مشر انجنیر حبیبالرحمن مبارز او د اوبو او انرژۍ وزارت یو شمېر نورو مسوولینو ګډون کړی و.
سرچینه زیاتوي، د کابل سیندیزې عمومي حوزې مشر انجنیر حبیبالرحمن حقپال د یادې پروژې د پلې کېدو هدف د قرغې بند ساتنه او مراقبت یاد کړ.
نوموړي د اوبو د تاسیساتو ساتنې او مراقبت ته په اشارې له قراردادي شرکت څخه وغوښتل چې په ښه کیفیت د پروژې پلې کولو ته پام وکړي.
د پغمان عمومي ساحوي مدیر انجنیر محمد اسماعیل وايي چې د یادې پروژې پلې کولو موخه د قرغې بند ساتنه او د بند شاوخوا له ویجاړېدو مخنیوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، له دې مخکې هم د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا د قرغې بند اړوند د کانالونو او د بند دخولي دروازو د ساتنې او مراقبت په موخه درې نورې پروژې پلې شوې دي.
Views: 57
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن