کابل (پژواک، ۲۱ مرغومی ۱۴۰۱): د افغانستان ستره محکمه وایي، په پکتیکا کې اړوندو محکمو د روان ۱۴۰۱ لمریز کال په درېیمه ربع کې څه باندې ۵۰۰ قضیې حل او نږدې ۴۰۰ وثیقې اجرا کړي دي.
سترې محکمې نن (د مرغومي ۲۱مه) په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «د پکتیکا ولایت اړوند محاکمو د ۱۴۰۱ هـ ش کال په درېیمه ربع کې د ۵۶۵ قضیو په حل او فصل سربېره ۳۸۱ وثایق اجراء کړي دي.»
سرچینه زیاتوي، د یاد ولایت ابتدایه محکمو ته په یاده شوې ربع کې ۸۳۴ بېلابېلې قضیې راجع شوې چې له جملې یې ۴۶۴ حل او فصل شوې او نورې تر کار لاندې دي.
په ټویټرپاڼه کې راغلي، په همدې ربع کې د ښاري محکمې دېوانونو ته ۱۴۸ قضیې واردې شوې چې له جملې یې ۳۷ یې حل او فصل شوې او نورې تر کار لاندې دي.
سرچینه وايي، د استیناف محکمې دېوانونو ته بیا په دغه ربع کې ۱۳۵ قضیې راجع شوې چې ۶۴ یې حل او فصل شوې او نورې تر کار لاندې دي.
په خبرپاڼه کې یادونه شوې چې په دغه ربع کې د پکتیکا اړوند محاکمو په ټولیز ډول ۳۸۱ وثایق بېلابېل وثایق اجراء کړي دي.
Views: 141
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن