تالقان (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۱): تخار له وروستیو اورښتونو سره سم ځيني ګروندګر خوښي څرګندوي، وايي، سږ کال یې د وچکالۍ له امله حاصلات ښه نه وو خو راتلونکي کال ته هیلهمن دي.
د هغوی په خبره، وروستۍ واورې د کرنیزو ځمکو طبیعي افتونو د له منځه وړو لامل کېږي او په دې سره یې ښايي د راتلونکي کال حاصلاتو کې ښه والی راشي.
د تخار کروندګر شریفخان وایي: «سږ کال وچکالي وه، له ځمکو مو ښه حاصلات ترلاسه نه کړل، اوس چې د ډېر اورښت شاهدان یو، هیلهمن یو چې راتلونکی کال له ځمکو ښه حاصلات ترلاسه کړو.»
هغه زیاتوي چې وروستۍ واوره د برکت ډېرېدو ترڅنګ د دې لامل هم کيږي چې د ځمکو طبیعي افتونه له منځه یوسي او کروندګر ښه حاصل واخلي.
د تخار یو بل کروندګر حاجيګل وایي: «څو کاله کېږي چې د وچکالۍ له امله سم حاصلات نه دي اخیستي، خو اوس خوښ دی، له اوسنۍ واورې سره به یې د راتلونکي کال حاصلات ښه وي.»
د کرنیزو چارو کارپوه محمدنعیم وایي، که څه هم دغه بې مخینې واوره او سړه هوا د اړمنو کورنیو د اندېښنې لامل شوې، خو له بلې خوا بزګرو او کرنیزو ځمکو ته ګټه رسوي.
د هغه په خبره، وروستۍ واورې د دغه ولایت په بازارونو کې د غلو په بیو کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی او د طبیعي افتونو په له منځه وړو کې رول لري.
په ورته مهال، د تخار د کرنې رییس مولوي رحیمالله احدي پژواک ته وویل، په تېرو کلونو کې د وروستیو وچکالیو په نتیجه کې د یاد ولایت ډېری کروندګر په للمي کښتونو کې زیان لیدلی او هيڅ ډول حاصلات یې نه درلودل، خو اوس د ډېرې واورې ورېدو شاهدان دي، هیلهمن دي څو ّه راتلونکي کال کې ښه حاصلات ترلاسه کړي.
هغه زیاتوي، وروستۍ واورې د کرنیزو ځمکو د طبیعي افتونو د له منځه وړو او د ښو حاصلاتو ترلاسه کولو لپاره اغېزناکې واقع کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تخار د هېواد په شمال ختیځ کې یو له کرنیزو ولایتونو ګڼل کېږي چې اویا سلنه خلک یې د کرنې له لارې د خپل ژوند اړتیاوې پوره کوي.
Views: 19
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP