[restrict paid="true"]
اټلاڼتا (پژواک، ۲۸ مرغومی ۱۴۰۱): ملګرو ملتونو ویلي، د افغانستان د سرپرست حکومت له مسوولینو سره د افغان ښځو د حقونو په اړه خبرو اترو لپاره یې یو لوړپوړی پلاوی کابل ته رسېدلی دی.
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د دفتر مرستیال ویاند فرحان حق نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دغه جګپوړی پلاوی به په کابل کې د اسلامي امارت له چارواکو سره د ښځو د حقونو په اړه خبرې وکړي.
د یادونې ده، د افغانستان سرپرست حکومت تېره میاشت د نجونو پر لوړو زدهکړو او په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیزونه ولګول چې د نړۍوالې ټولنې له کلک غبرګون سره مخ شو.
هغه مهال ملګرو ملتونو ویلي وو چې پر دې موضوع د خبرو اترو لپاره به یو پلاوی کابل ته واستوي.
د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرهان حق وایي، د ملګرو ملتونو په یاد پلاوي کې د سرمنشي مرستیاله امینه محمد، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې مشره سیما بحوث او د دغه سازمان د سیاسي څانګې جګپوړی چارواکی خالد خیاري هم شامل دي.
نوموړي زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو دغه پلاوی کابل ته له سفر مخکې د سیمې، خلیجي هېوادونو، اسیا او اروپا کې له څو هېوادونو سره د ښځو او نجونو د حقونو او پایښتلرونکې پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د هغه په وینا، پلاوي په قطر کې د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو، افغانستان لپاره ځانګړو استازو، د اسلامي پراختیایي بانک او د اسلامي همکاریو سازمان له استازو سره هم د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
فرهان حق وایي چې پلاوي په دوحه، انقره او اسلاماباد کې د افغان ښځو له ځینو استازو سره هم لیدلي دي.
د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند وايي، کار او زدهکړو ته د افغان ښځو او نجونو لاسرسي په برخه کې یوې روښانه اجماع ته په اشارې سره، د دغه سازمان له پلاوي وغوښتل شو څو د «وضعیت د جدیت» پیغام ولېږدوي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP