ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قران‌کریم ته سپکاوی؛ ترکیه وایي، ناټو سازمان کې د سویډن غړیتوب ملاتړ نه کوي

قران‌کریم ته سپکاوی؛ ترکیه وایي، ناټو سازمان کې د سویډن غړیتوب ملاتړ نه کوي

author avatar
25 Jan 2023 - 01:53
قران‌کریم ته سپکاوی؛ ترکیه وایي، ناټو سازمان کې د سویډن غړیتوب ملاتړ نه کوي
author avatar
25 Jan 2023 - 01:53

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۱): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان کړی چې د قران‌کریم سوځولو په غبرګون کې به په ناټو سازمان کې د سویډن غړیتوب ملاتړ ونه کړي.

څو ورځې مخکې د سویډن پلازمېنه سټاکهولم کې د یوه لاریون پر مهال د سویډن د یوه کیڼ اړخي سیاستوال په مشرۍ د لاریون یوه ګډونوال د قران‌کریم یوې نسخې ته اور واچول شو.‌

پېښه د سویډن پلازمېنه کې د ترکیې سفارت مخې ته شوې چې د ترکانو غوسه یې راپارولې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې سیاسي اړیکې ترینګل‍ي کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په سوېډن کې د ترکیې او په ترکیه کې د سویډن پر ضد لاریونونه روان  دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان یوه لاریون ته د وینا پر مهال ویلي: «سویډن باید له ناټو سره د یوځای کېدو لپاره زموږ ملاتړ ته په تمه نه شي.»

هغه زیاته کړې: «ښکاره ده هغه کسان چې زموږ د سفارت مخې ته له سپکاوي ډک د دغه عمل لامل شول، نور باید د خپلې غوښتنې منلو لپاره زموږ د سخاوت تمه ونه لري.»

د سویډن حکومت پر دغه لاریون نیوکه کړې ده.

د ترکیې دفاع وزیر هم انقرې ته د خپل سویډني سیال سفر د دغو لاریونونو له کبله لغوه کړی دی.

ترکیه چې د ناټو غړې ده، دا اختیار لري چې د یوه بل متقاضي هېواد له غړیتوب سره مخالفت وکړي.

مخکې انقرې په ناټو کې د سویډن غړیتوب له موافقې سره ځیني شرطونه غوټه کړي وو چې په سر کې یې ترکیې ته باید سویډن د کردانو ځیني مهم مشران وسپاري.

دا لومړی ځل نه دی چې سویډن کې قران‌کریم سوځول کېږي، د ۲۰۲۰ کال د اګسټ په وروستیو کې هم دغه هېواد کې د یو شمېر افراطي کیڼ اړخو له لوري د قران‌کریم له سوځولو وروسته مظاهرې شوې وې او لاریون‌کوونکي او پولیس لاس او ګرېوان شوي وو.

سویډن پر اوکرایین د روسیې له پوځي یرغل وروسته په ناټو کې غړیتوب ته وهڅول شو او خپله غوښتنه یې وکړه، خو د دې غوښتنې د تایید لپاره د ناټو د غړي هېواد – ترکیې- موافقه هم باید له ځان سره ولري، مګر اوس د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا په ناټو کې د اسټاکهولم د غړیتوب غوښتنلیک راتلونکی تر پوښتنې لاندې راوستلی.

[/restrict]

Views: 114

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.