[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۱): یو شمېر افغانانو د امریکا بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپیو پر کتاب نیوکې کړې او ځینو یې بیا ملاتړ کړی دی.
مایک پمپیو چې له دې مخکې د امریکا استخباراتي ادارې (سی ای اې) مشر هم پاتې شوی، د «هیڅ وخت مه تسلمېږه، د هغې امریکا لپاره چې زه پرې مین یم» په نوم کتاب په دې وروستیو کې چاپ او بازار ته عرضه کړی دی.
هغه په خپل کتاب کې د امریکا او نورې نړۍ ترڅنګ د افغانستان پر مسایلو، په ځانګړې توګه د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له حکومت سره د واشنګټن د تعامل، افغانستان کې د سولې د مذاکراتو او له دغه هېواد سره د امریکا د مرستو پر څرنګوالي غږېدلی دی.
نوموړي لیکلي، په افغانستان کې فساد د مخکني حکومت تر ټولو لویه ستونزه وه او په خبره یې، ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه وخت د سولې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د فساد بانډونو ته اجازه ورکړې وه چې د امریکا مرسته شوي میلیونونه ډالر په بډه ووهي.
دی وايي، هغه د کیم جونګ اون، شي جین پینګ او ولادیمیر پوتین په ګډون د نړۍ له بېلابېلو مشرانو سره لیدلي او خبرې کړې خو په وینا یې، غني د دوی په منځ کې د ده لپاره تر ټولو «نامحبوب» مشر و.
هغه په دغه کتاب کې ادعا کړې چې اشرف غني یوازې د خپلو هیلو او په واک کې د پاتې کېدو په اړه فکر کاوه.
خو پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په وار وار دا خبره کوله چې د افغانستان لپاره باعزته سوله غواړي او د دغه کار لپاره د واک پرېښودو او ځان قربانولو ته چمتو دی. هغه همدغه راز له وخته مخکې ټاکنو باندې ټېنګار کاوه چې افغانان له دې لارې خپل مشر وټاکي.
سره له دې چې محمد اشرف غني د ۲۰۱۹ کال انتخابات وګټل، خو مایک پمپیو وايي چې هغه د افغان مشرانو په منځ کې د اعتبار وړ رهبر نه و. پمپیو ویلي، غني په لوېدیځ کې ډېر وخت تېر کړی و او همدا لامل و چې د امریکا «له قانون جوړوونکو سره یې په [سیاسي] لوبو» کې مهارت درلود.
د امریکا د بهرنیو چارو مخکني وزیر مایک پمپیو تازه چاپ شوي کتاب ناندرۍ پارولې؛ د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت ځینو چارواکو او په خپله د غني کابینې ځینو غړو د پمپیو د څرګندونو ملاتړ کړی او ځینو یې بیا مخالفت کړی دی.
د پخواني ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح د پمپیو پر کتاب سختې نیوکې کړې او هغه یې له “درواغو او جعل ډک بللی دی.”
دولت ج. ا. افغانستان مانع صلح نبود. کتاب پمپیو پر از دروغ است. رییس جمهور م.ا. غنی بارها گفت که حاضر است انتخابات زودهنگام مطابق به زمان بندی ملل متحد برگزار شود و در انتقال قدرت ارزش ها حراست گردد. اما طالبان انتخابات را به مثابه نابودی خود تلقی میکردند و میکنند. (رشته).
— Amrullah Saleh (@AmrullahSaleh2) January 25, 2023
هغه پر ټوېټر لیکلي، ولسمشر غني څو ځلې له وخت وړاندې د ټاکنو خبره وکړه او ټينګار یې درلود چې د واک لېږد کې باید د جمهوریت ارزښتونه وساتل شي.
صالح لیکلي: «امریکایانو ته ارزښتونه بېارزښته شوي وو او دوی بېړه لرله او له پاکستان سره د پټې او له طالبانو سره یې د ښکاره معاملې له مخې پر ټولو ارزښتونو پښه کېښوده.»
د پخواني ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب هم د مایک پمپیو څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي چې د سولې په اړه د پمپیو څرګندونې په حقیقت کې ناسمې دي.
Secretary Pompeo’s recent remarks on the Republic’s approach to peace are factually inaccurate and yet another example of the deep patronization, hypocrisy and misunderstanding present in the American Govt’s strategy toward peace in Afghanistan.
— Hamdullah Mohib (@hmohib) January 17, 2023
هغه په یوه ټویټ کې دا څرګندونې د افغان سولې په تړاو د امریکا د حکومت په ستراتیژۍ کې د منافقت او غلطفهمۍ یوه بله بېلګه بللې ده.
محب زیاته کړې، یوازې پر افغانانو تور لګول تل د امریکا د ستراتیژۍ برخه وه او دوام لري.
ده ویلي: «ټولې پرېکړې امریکا په خپله کولې، یوه ځل یوه امریکایي چارواکي راته ویلي وو چې د افغانستان په اړه هیڅ پرېکړه په خپله افغانانو نه ده کړې.»
بلخوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د پمپیو کتاب منځپانګه په زړهپورې او د لوستلو وړ بللې ده.
President Ghani felt he could ignore clear messages from Sec. @mikepompeo, myself, and other US officials. Pres. Ghani had great familiarity and connections with Washington, members of congress, retired generals, and lobbyists. 1/3
— Zalmay Khalilzad (@realZalmayMK) January 25, 2023
خلیلزاد ویلي: «ښاغلي غني فکر کاوه چې امریکا په افغانستان کې خپل پوځي حضور پای ته نه رسوي او په دې سره یې د ده په وینا، تراژیدیکه تېروتنه کوله.»
د پخواني ولسمشر اشرف غني د حکومت د چارو ادارې فرهنګي چارو رییس محبوب شاه محبوب بیا په ټویټر کې لیکلي چې پمپیو د امریکا یو له ناکامو بهرنیو چارو وزیرانو دی، خپله ناکامي اوس پر پخواني ولسمشر غني ور اچوي، هغه اوس په درواغو خپل ملت ته ځان سپینوي.
پمپیو د امریکا یو له ناکامو بهرنیو چارو وزیرانو څخه دی، خپله ناکامي اوس پر ولسمشر غني ور اچوي، هغه اوس په درواغو خپل ملت ته ځان سپینوي.
دی او خلیلزاد په افغانستان کې د سولې نه بلکې د یوې بدنامې دسیسې پلویان وو چې په خپله پکې ناکام شول او اوس د خپلې ناکامۍ لپاره پلمې جوړوي.— Mahbob shah Mahbob (@mahbobshahmahbo) January 26, 2023
هغه زیاته کړې، دی او خلیلزاد په افغانستان کې د سولې نه، بلکې د یوې بدنامې دسیسې پلویان وو چې په خپله په کې ناکام شول او اوس د خپلې ناکامۍ لپاره پلمې جوړوي.
مسعود اندرابي چې د اشرف غني په حکومت کې د ملي امنیت رییس او د کورنیو چارو وزیر پاتې شوی، د سولې په تړاو پر غني د پمپیو د نیوکو ملاتړ کړی دی.
اشرف غنی هرگز در مورد جلسات صلح که با جانب امریکایی گفتگو میشد، شورای امنیت و یا کابینه و سران نظام افغانستان را در جریان نمیگذاشت. او در جلسه «۸صبح» فقط به حلقه سه نفره خود ملاقات میکرد و این سبب از دست رفتن فرصتهای شد که میتوانست در مشورت به سود افغانستان تمام شود. pic.twitter.com/JykvLAwque
— Masoud Andarabi (@andarabi) January 26, 2023
هغه په خپل ټویټر کې لیکلي، اشرف غني له امریکایانو سره د سولې د ناستو په اړه د ملي امنیت شورا، کابینې او د نظام نورو مشرانو ته معلومات نه ورکول.
نوموړي ادعا کړې چې پخواني ولسمشر اشرف غني د سهار د اتو بجو په ناستو کې یوازې خپلو درې نږدې ملګرو سره ناستې درلودې چې دغه کار د دې لامل شو چې د سولې فرصتونه له منځه ولاړ شي.
[/restrict]
Views: 561
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن