Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نامعلومو کسانو د کندهار په میوند او  نېش ولسوالیو کې دوه کسان وژلي

کندهار (پژواک، ۱۱ سلواغه ۱۴۰۱) د کندهار ځايي چارواکي وایي، د دغه ولایت په میوند او نېش ولسوالیو کې دوه کسان د ناپېژاندو کسانو له خوا وژل شوي او د قاتلينو په اړه یې پلټنې روانې دي.

د کندهار د والي ویاند حاجي زید نن (سه‌شنبه) ناوخته پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ په لوړ میوند ولسوالۍ کې یو کس -چې تر اوسه یې خپلوان نه دي موندل شوي- د ناپېژاندو کسانو له خوا په چاقو وژل شوی دی.

د هغه په وینا، د پېښې انګېزه تر اوسه نه ده معلومه او نه هم له وژل شوي کس سره داسې اسناد شته چې د هغه د ځای پېژندګلوي وکړي.

نوموړي زياته کړه، دغه‌راز نن ماسپښين هم په نېش ولسوالۍ کې د دوو موټرسایکل سپرو له خوا یو کس وژل شوی دی.

زید وایي: «دغه دوه کسان چې یو په میوند کې او بل په نېش کې د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوي، تر اوسه یې نور معلومات نشته؛ خو په نېش کې وژل شوی کس د اروزګان اوسېدونکی و او د دوی د قاتلینو په اړه پلټنې رواني دي.»

د یادو وژل شوو کسانو د کورنیو په اړه تر اوسه معلومات نشته او نه هم چا پېژندلي چې د دوی کورنۍ معلومې شي.

د میوند اوسېدونکي وایي، په دغه ولسوالۍ کې د وژل شوي کس غاړه په چاقو پرې شوې، پر مخ او نور بدن یې هم د چاقو ټپونه دي.

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکی جان‌محمد وايي، د دغه کس مړی د میوند ولسوالۍ په پډي مانده سیمه کې غورځول شوی او داسې ښکاري چې په همدې سیمه کې وژل شوی وي.

هغه زیاته کړه: «پرون یو کس وژل شوی و، غاړه یې پرې شوې وه، په پډي مانده کې پروت و، خلکو لیدلی و، لنګوټه یې هم ورسره وه او یوازې یو د موټر ریموټ ورسره و، نور هیڅ ورسره نه و.»

په کندهار کې له دې وړاندې هم ورته پېښې رامنځته شوې دي خو تر ډېره یې عاملین نه دي نیول شوي. خلک له چارواکو غواړي چې د دا ډول پېښو مخه ونیسي او عاملینو ته یې سزا ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.