کابل (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان کرکټ بورډ له ۱۹ کلنو کمعمره ملي لوبډلې جوړولو په موخه د ۳۰ غوره لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.
د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، له ۱۹ کلنو کمعمره ملي لوبډلې جوړولو غوراوي پړاو په پایله کې له دویم تمریناتي کمپ څخه ۳۰ کسان ټاکل شوي دي.
په یادو لوبغاړو کې احمدالله، اکرم، علياحمد، اصفمحمد، بشیراحمد، فهیم، فرهاد عثماني، فریدون، ګلزار، حمزه، حسن عیسیخېل، هدایت، حزبالله درانی، جمشېد، جاوېد، کامران هوتک، خالد، خلیلاحمد، محمدهارون، ناصر حسن، ناصر خان، نعمان، نعمان شاه، شېرخان، سهیل، سلیمان عربزی، عثمان خان، وفيالله، یما عرب او یونس ځدراڼ شامل دي.
سرچینه وایي، دغه ۳۰ لوبغاړي به په بل پړاو روزنیز او تمریناتي کمپ کې هم په بېلابېلو ډولونو وازمایل شي.
د کرکټ بورډ معلوماتو له مخې، دغه لوبغاړي به د روان کال د ۱۹ کلنو کمعمره ملي لوبډلو اسیا جام او د راتلونکي کال د نړۍوال جام سیالیو ترڅنګ له نورو هېوادونو سره د یو شمېر لوبو لپاره په بشپړ ډول چمتو شي.
له ۱۹ کلنو کمعمره ملي لوبډلې جوړولو لپاره څه باندې دوه میاشتې مخکې له ٥٠٠٠ کسانو ازاده ازموینه واخیستل شوه.
همدارنګه د یادې ازموینې په پایله کې د لومړي پړاو غوراوي کمپ لپاره ۱۰۷ لوبغاړي غوره شول چې دغو لوبغاړو څه موده وړاندې په خوست ولایت کې ۸ ورځنې کمپ ترسره کړ چې له دوی یاد ۳۰ لوبغاړي د راتلونکو پړاوونو لپاره غوره شول.
Views: 503
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن