Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اروزګان کې پر کلداره د راکړې ورکړې مخنیوي لپاره ضرب‌الاجل وټاکل شو

ترینکوټ (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۱): اروزګان کې د افغانیو ترویج کمېټې د یوې ناستې پر مهال پر بهرنیو اسعارو، په ځانګړې توګه پر کلدارو د راکړې ورکړې مخنیوي لپاره یوه میاشت وخت ورکړی دی.

په یاده نهه کسیزه کمېټه کې چې د ولایت مقام په مشرۍ جوړه شوې، د افغانستان بانک، امنیې قوماندانۍ، استخباراتو، د ملي اردو څلورمې لوا، امر بالمعروف، ښاروالۍ، مستوفیت او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست استازي ګډون لري.

یادې کمېټې په خپله لومړنۍ غونډه کې- چې نن جوړه شوې وه- د ښار له دوکاندارانو او نورو خلکو وغوښتل چې له دې وروسته دې یوازې پر افغانیو راکړه ورکړه کوي.

د کمېټې یوه غړي او د ترینکوټ ښاروال مولوي محمدرفیق هنر وویل، که څه هم اروزګان له پاکستان سره پوله نه لري خو کلونه کېږي چې دلته ټوله راکړه ورکړه پر پاکستانۍ کلدارو کېږي.

هغه زیاته کړه، همدا لامل دی چې ورځ تر بلې د خلکو اقتصادي حالت مخ پر ځوړ روان دی او له فقر سره مخ کېږي.

دی وايي، د ښار هټۍ وال او سوداګر توکي پر افغانیو پېري خو په کلدارو یې پلوري.

د ده په خبره، دا چې د کلدارو پولي وضعیت ورځ تربلې خرابېږي نو پلورونکي له زیانمنېدا د مخنیوي لپاره پر خپل سر د توکو بیې لوړوي.

د کمېټې یوه بل غړي او د افغانستان بانک ادارې استازي ګل محمد هم اروزګان یو له هغو ولایتونو یاد کړ چې اوس هم په کې ټوله راکړه ورکړه پر پاکستانۍ کلدارو کېږي.

ده زیاته کړه، اروزګانیان باید د کلدارو پر ځای د افغانیو کارولو ته مخه کړي، د افغانستان بانک کولای شي د اړتیا وړ افغانۍ بازار ته عرضه کړي.

د ناستې ګډونوالو په پای کې یوه میاشت وخت ورکړی چې په ترڅ کې یې باید ټوله راکړه ورکړه له کلدارو افغانیو ته واوړي.

کمېټې ګواښ وکړ که له ټاکلې مودې وروسته بیا هم یو څوک په کلدارو پېر او پلور وکړي نو قانوني چلند به ورسره وشي.

همدارنګه کمېټې ژمنه وکړه چې د افغانیو ترلاسه کولو لپاره به د ښار په ټولو برخو کې د صرافۍ غرفې کېښودل شي څو افغانیو ته لاسرسی اسانه شي.

هغوی له هټۍوالو وغوښتل که کوم پېرودونکي په کلدارو توکي ترې اخلي نو صرافۍ ته دې یې ولېږي او له تبادلې وروسته دې ترې افغانۍ واخلي.

د اروزګان هټۍوال د کلدارو پر مخنیوي خوشحاله دي خو له کمېټې د دې چارې د دوامداره څار غوښتنه کوي.

د محمدشفیق په نوم د ترینکوټ ښار یوه هټۍوال پژواک خبري اژانس ته وویل، مخکې هم په دغه ولایت کې د کلدارو مخنیوي کمپاینونه شوي خو پایله یې نه ده ورکړې.

هغه وايي، کمېټه دې دا ځل دغه کمپاین په جدیت پلی کړي څو په دغه ولایت پر بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې مخنیوی وشي.

نوموړی زیاتوي، له دغه ګام سره به د خلکو پانګې ثابتې پاتې شي او له زیانونو به وژغورل شي.

د حاجي محب‌الله په نوم د موبایلونو یوه پلورنځي مسوول وايي، هر ځل چې د ډالرو او افغانیو پر وړاندې کلداره ټیټه شي نو دوی اړ کېږي له زیانه د مخنیوي لپاره خپل دوکانونه وتړي.

هغه پژواک اژانس ته وویل، دوی موبایلونه په کندهار او کابل کې په ډالرو او افغانیو رانیسي خو خلک یې له دوی په کلدارو رانیسي.

دی وايي، د افغانیو د ترویج په موخه تازه پیل شوی کمپاین دې په جدیت عملي شي څو خلک د کلدارو د وضعیت خرابېدو له امله زیانمن نه شي.

د یادونې ده، په تېر جمهوري نظام او له هغه وروسته د اسلامي امارت له واکمنېدو سره په وار وار د کلدارو پر ځای د افغانیو د ترویج هڅې وشوې خو بې پایلې وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.