[restrict paid="true"]
فیض اباد (پژواک، ۲۷ سلواغه ۱۴۰۱) : د بدخشان ولایت مرکز فیض اباد ښار او یو شمېر ولسوالیو کې د منځنۍ کچې زلزله شوې، خو تر اوسه د زیانونو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معز الدین احمدي د سلواغې په ۲۷مه، د شپې ناوخته پژواک اژانس ته وویل چې دا زلزله د شپې په څه کم یوولسو بجو وشوه.
هغه زیاته کړې چې زلزله د ولایت د مرکز فیض اباد ښار په ۲۱ کیلو مترۍ کې د هندوکش په غرونو کې شوې ده.
احمدي وایي چې تر اوسه د زلزلې له امله دا وښتونو زیانونو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
بلخوا نړۍوالو سرچینو خبر ورکړی چې د زلزلې شدت د ریختر په کچه ۴،۷ و.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې هم په دې ولایت کې د ۴،۴ درجې زلزله شوې وه، خو زیانونه یې درلود.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP