منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۲ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

هرات کې ترافیکي پېښه؛ یو کس ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان دي

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۶ کتنې

هرات (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۵): نن سهار د هرات–اسلام‌کلا پر لویه لاره د کنډک اړوند سیمه کې په یوه ترافیکي پېښه کې یو کس ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د هرات امنیې قوماندانۍ ویاند سیدمسعود حسیني وایي، دغه پېښه د یوه «پریوس» موټر او یوه ټکسي د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې یو کس ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

دی زیاتوي، د هرات امنیې قوماندانۍ د ترافیکو مدیریت منسوبین د پېښې له خبرېدو وروسته سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولي دي.

د حسیني په خبره، تر اوسه د پېښې لامل نه دی معلوم او په اړه یې څېړنې روانې دي.