ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ستانکزی: د اسلامي امارت مشرانو ترمنځ هيڅ ډول اختلافات نشته

ستانکزی: د اسلامي امارت مشرانو ترمنځ هيڅ ډول اختلافات نشته

author avatar
19 Feb 2023 - 00:58
ستانکزی: د اسلامي امارت مشرانو ترمنځ هيڅ ډول اختلافات نشته
author avatar
19 Feb 2023 - 00:58

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۱): د سرپرست حکومت بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ویلي چې د اسلامي امارات مشرانو ترمنځ هيڅ ډول اختلافات نشته.

د ملي ټلوېزیون د خبر له مخې، نوموړي دا څرګندونې د جمعې ورځ په کابل کې یوې غونډې ته کړې دي.

ستانکزي زیاته کړې: «له امیرالمومنین څخه نیولې بیا تر یو عادي طالب پورې د اسلامي امارت ټول غړي یو لاس او یو نظر دي؛ هيڅ ستونزه نشته، هیڅوک له چا سره مخالفت نه لري او کومه پرېکړه چې د رهبرۍ له خوا کېږي، موږ هغه ته لبیک وایو، له هغې څخه اطاعت کوو او اوامر یې پر خپل ځان واجب ګڼو؛ ځکه چې په دې لار کې مو له هغه سره بیعت کړی، څه زموږ خوښ وي او یا ناخوښه وي.»

نوموړي ادعا وکړه چې امریکایانو په تېرو شلو کلونو کې د دوی ترمنځ د اختلافاتو رامنځته کولو په هدف میلیاردونه ډالر مصرف کړل، خو بریالي نه شول.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وایي، یووالی د دوی ترمنځ د بریا لامل دی او هيڅوک بغاوت او اختلاف نه شي کولی.

د یادونې ده، د اسلامي امارت مشرتابه د نجونو پر وړاندې ښوونځي تړلي، خو شېرمحمد عباس ستانکزي بار بار په خپلو ویناوو کې د نجونو پر زده‌کړو ټینګار کړی دی.

هغه تېره میاشت په لوګر ولایت کې یوې غونډې ته ویلي وو: «که چېرې د طالب مشرانو اوامر د شریعت مطابق نه وي، له هغه څخه اطاعت واجب نه دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني څو ورځې مخکې په خوست کې یوې غونډې ته په وینا کې چې ظاهراً اشاره یې خپل حکومت ته وه، د ‘قدرت په انحصار او د نظام په ننګولو’ انتقاد وکړ.

نوموړي په خوست ولایت کې د وینا پر مهال پرته له دې چې د چا نوم واخلي ویلي وو: «نن ځانونه دومره حقداره بولو چې خپله رایه او خپل فکر دومره راباندې حاکم شوی چې د ټول نظام ننګول، هدف کول، بدنامی کول، منحصر کول مو په مزاج کې په یو ابتکار او اساس بدل شوی دی.»

[/restrict]

Views: 206

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.