فراه، غزني، ميدان ښار (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۱): په فراه، غزني او ميدان وردګو کې له څه باندې پنځو زرو کورنيو سره د خوراکي توکو او ژمنيو جامو مرسته وشوه.
د امریکا نړۍوالې پرمختيايي ادارې (USAID) د فراه په جوین ولسوالۍ کې له ۱۲۱۹ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د سلواغې په ۳۰مه په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرام اوړه، پنځه لېتره غوړي، شپږ کیلوګرام دالنخود او ۱۲ خوراکي کڅوړې ورکړل شوې دي.
دغه راز یاد ریاست زیاته کړې چې نن د خوړو نړۍوال پروګرام هم د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې له ۸۶۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.
سرچینې ويلي، هرې کورنۍ ته یې۵۰ کیلوګرامه اوړه، پنځه لېتره غوړي، شپږ کیلوګرام دالنخود او ۱۲ خوراکي کڅوړې ووېشلې.
دغه راز د غزني په مقر ولسوالۍ کې له ۲۵۰۰ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د دغه ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس مولوي محمد عمر حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کورنۍ د یوې سروې په پایله کې اړې او مستحقې پېژندل شوې وې چې نن د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP له لوري د خوراکي توکو مرسته ورسره وشوه.
هغه زیاته کړه، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۶ کیلوګرامه دال، ۵ لېټره غوړي او یوه اندازه مالګه ورکړل شوه.
له بلې خوا د میدان ورګو ولایت د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي، تېره ورځ «په المان کې مېشت افغان رضاکارو مېرمنو بنسټ» له خوا د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې له ۵۰۰ اړو کورنیو سره د ژمنیو جامو او خوراکي توکو مرسته وشوه.
سرچینه وایی، هرې کورنۍ ته د ۱۶ زره او ۴ سوه افغانیو په ارزښت ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۲۵ کیلوګرامه وریجې، ۲۵ کیلوګرامه لوبیا، ۲۵ کیلوګرامه بوره، ۱۶ لېتره غوړي، ۲ کیلوګرامه چای، یو ۵ کیلویي د ګاز ډبه او یو تخته کمپله ورکړل شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP