Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې د نشه‌يي توکو قاچاق او پلور په تور ۱۶ کسان نیول شوي

مزارشریف (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۱): د بلخ امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو څخه یې ۱۶ کسانو د مخدره توکو د قاچاق او پلور په تور نیولي دي.

د بلخ امنیه قومندانۍ ویاند محمد اصف وزیري وايي، د دغې قومندانۍ له مخدره توکو سره د مبارزې مدیریت په تېره یوه اونۍ کې ۱۶ کسان د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو څخه د مخدره توکو د قاچاق او پلور په تور نیولي دي.

ده زياته کړه، له نیول شویو کسانو څخه ۷۲ کیلو ګرامه چرس، ۸۰ قرصه ټابلیټ کا، ۲۵۰ ګرامه شیشه او د ۳ لېټره شرابو سربېره يې یوه تومانچه او دوه موټر ترلاسه کړي دي.

هغه دغه راز وایي، د نیول شویو کسانو دوسیې د لا پلټنې په موخه عدلي اړ قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.