ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ترکیې په زلزله کې ۱.۵ میلیون بې‌کوره شوو ته د کورونو جوړولو کار پیل کړ

ترکیې په زلزله کې ۱.۵ میلیون بې‌کوره شوو ته د کورونو جوړولو کار پیل کړ

author avatar
25 Feb 2023 - 15:48
ترکیې په زلزله کې ۱.۵ میلیون بې‌کوره شوو ته د کورونو جوړولو کار پیل کړ
author avatar
25 Feb 2023 - 15:48

کابل (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۱): د راپورونو له مخې، د ترکیې دولت خبر ورکړی چې د زلزلې له امله د ۱.۵ میلیون بې‌کوره شوو لپاره یې د کورونو جوړولو کار پیل کړی دی.

رویټرز راپور ورکړی چې په ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله ۱۶۰ زره ودانۍ چې ۵۲۰ زره اپارتمانونه په کې شاملېږي، ویجاړې یا زیانمنې شوې دي.

په راپور کې راغلي، تر اوسه په دغو دوو هېوادونو کې تر ۵۰ زره ډېر کسان مړه شوي دي.

د یادونې ده، دغه زلزله د روان کال د فبرورۍ په ۶مه سهار شاوخوا څلور بجې او ۱۷ دقیقې د ترکیې په سوېل‌ختیځ او د سوریې په لوېدیځو سیمو کې هغه مهال چې خلک ویده وو، وشوه.

د امریکا د ځمکې پېژندې ادارې معلوماتو له مخې، د لومړۍ زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۷.۸ درجې او د دویمې یې ۷.۵ درجې و.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.