[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۱): د افغانستان والیبال ملي لوبډلې په خپله درېیمه لوبه کې مالدیف ته درې پر صفر ماتې ورکړه او له دې سره یې د «څلور ملتونو جام» نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه.
د والیبال نړۍوال فدراسیون د خبرپاڼې له مخې، دغه لوبه چې نن (د فبرورۍ ۲۵مه) د مالدیف هېواد په مالي ښار کې ترسره شوه، افغان لوبډلې خپلې سیالې لوبډلې مالدیف ته ۳-۰ ماتې ورکړه.
دا په یاد جام کې د افغان لوبډلې درېیمه پرلهپسې بریا ده.
د والیبال دغه سیالۍ د څلورو ملتونو جام په نوم د افغانستان، سینګاپور، مالیزیا او مالدیف ترمنځ د پنجشنبې په ورځ پیل شوې.
له دې مخکې افغان لوبډلې په لومړۍ لوبه کې سینګاپور او دویمه کې مالیزیا ته هم ماته ورکړې وه.
د یادونې ده، افغان لوبډله به خپله نیمه پایلوبه له سینګاپور سره ترسره کوي.
[/restrict]
Views: 106
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن