کابل (پژواک، ۱۰ کب ۱۴۰۱): د کورنیو چارو وزارت وایي، یوناما د داعش د ځپلو، له نشهیي توکو او اداري فساد سره د مبارزې په برخو کې د دغه وزارت د مشرتابه له هڅو هرکلی وکړ.
یاد وزارت په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «د کورنیو چارو وزارت مشرتابه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي له مرستیال مارکس پوتزل سره د دغه وزارت په مقر کې وکتل.»
سرچينې ليکلي، د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال مولوي محمدنبي عمري په دغه ناسته کې وویل چې امنيتي ځواکونو په ځانګړې توګه د افغانستان ملي پوليسو د يوناما ټولو دفترونو، سفارتونو او نورو بهرنيو بنسټونو امنيت تامینولو ته لومړيتوب ورکړی دی.
هغه ډاډ ورکړ، ټولې هغه بهرنۍ موسسې چې غواړي د افغانستان اسلامي امارت سره همکاري وکړي، کولای شي په خوندي فضا کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د سرچینې په حواله، د کورنيو چارو د وزير د دفتر رييس مولوي زینالله عابر هم څرګنده کړه چې نړۍواله ټولنه بايد له نشهيي توکو او اداري فساد سره د مبارزې او د داعش په ځپلو کې د افغانستان اسلامي امارت هڅې او لاستهراوړنې له پامه ونه غورځوي .
سرچینه زیاتوي، په دغه ناسته کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي مرستیال مارکس پوتزل هم ټینګار وکړ چې دغه سازمان د داعش د ځپلو، د روږدو راټولولو او درملنې، د نشهيي توکو او اداري فساد پر وړاندې مبارزې په برخو کې د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړي ډول د کورنیو چارو وزارت هڅې او لاستهراوړنې ستايي او ترې هرکلی کوي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، پوتزل همداراز هیله څرګنده کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د کورنیو چارو وزارت له مشرتابه سره دوامداره ناستې ولري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP