میدانښار (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۲): په میدان وردګو کې د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ ۱۰ زره غواګانو ته د پوستکي «لمپيسکین» واکسین پیل شو.
د میدان وردګو د کرنې او مالدارۍ ریاست پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې نن يې د دغه ولایت په مرکز، سیداباد او نرخ ولسوالیو کې د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ ۱۰ زره غواګانو ته د پوستکي ناروغۍ واکسین پيل کړ.
سرچینې زیاته کړې چې په څو راتلونکو میاشتو کې به د دغه ولایت په ټولو سیمو کې غواګانو ته یاد واکسین تطبیق شي.
د یاد ریاست له خوا په یوه بله خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره ورځ د افغانستان د راتلونکو نسلونو سازمان(FGA) په مالي ملاتړ د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې له ۹۰۰ بزګرو سره د هغوی د څارویو لپاره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وشوه.
دغه خبرپاڼه وایي، هرې کورنۍ ته دوه سوه کیلو حیواني خوراکي توکي (کنجاړه) او ۷ زره ۱۵۰ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوي دي.
Views: 41
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن