کابل (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان د امارتي شرکتونو عمومي رئیس د ایران د انرژۍ له وزیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنا، څښاک اوبو او د فاضله اوبو د تصفیې په برخو کې د همکاریو په اړه خبرې کړي او د ایران د انرژۍ وزیر افغانستان ته تر ۲۰۰۰ مېګاواټه برېښنا د برابرولو لپاره د خپل هېواد چمتووالی اعلان کړی دی.
د امارتي شرکتونو عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه ریاست عمومي رئیس مولوي احمدجان بلال ایران ته د سفر پر مهال د دغه هېواد د انرژۍ له وزیر عباس عليابادي سره لیدلي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو سفیرانو هم حضور درلود.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د انرژۍ، د پاکو څښاک اوبو د برابرولو او د فاضله اوبو د تصفیې تاسیساتو د جوړولو په برخو کې پر ګډو همکاریو خبرې شوې دي.
عباس عليآبادي ویلي چې ایران له افغانستان سره د برېښنا په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی او د افغانستان د تخنیکي کادرونو د روزنې او د هغوی د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې به هم همکاري وکړي.
هغه زیاته کړې چې ایران د افغانستان د برېښنا اړتیاوو د پوره کولو لپاره چمتو دی چې دغه هېواد ته تر ۲۰۰۰ مېګاواټه برېښنا د برابرولو زمینه مساعده کړي.
د امارتي شرکتونو عمومي رئیس هم د انرژۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو د همکاریو پر پراختیا، د تخنیکي ظرفیتونو پر پیاوړتیا او د ګډو پروژو پر عملي کولو ټینګار کړی دی.
په پای کې، بلال د تهران ښار د اوبو او فاضله اوبو د تصفیې له لویو تاسیساتو څخه هم لیدنه کړې ده.