Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ لوبډلې له سریلانکا څخه لوبلړۍ وګټله

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۲): د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ لوبډلې سریلانکا ته په دوو یو ورځنیو لوبو کې په ماتې ورکولو سره لوبلړۍ دوه پر صفر وګټله.

دا لوبې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوې.

د افغانستان او سریلانکا له ۱۹ کلنو کم‌عمره ملي لوبډلو ترمنځ د دوو یو ورځنیو سیالیو دویمې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.

د سریلانکا لوبډلې د لوبې په ۳۷م اوور کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او د ۱۶۲ منډو هدف یې وټاکه.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د افغان لوبغاړو په توپ‌اچونه کې فریدون داودزي او کامران هوتک ۳-۳، یما عرب ۲، خلیل‌احمد او محمد هارون خان یو-یو سریلانکايي لوبغاړي وسوځول.

د سریلانکا له خوا ټاکل شوی هدف افغان لوبغاړو د لوبې په ۳۳م اوور کې یوازې د ۴ لوبغاړو په زیان ترلاسه کړ او د ۶ ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه.

د افغانستان له خوا نعمان‌شاه ۷۲ ناسوځېدلې، علي‌احمد ناصر ۲۵ ناسوځېدلې، جمشېد ځدراڼ ۲۲ او حزب‌الله دراني ۱۹ منډې ترسره کړې.

نعمان‌شاه په ۷۲ ناسوځېدلو منډو د لوبې او ټولټال په ۱۳۶ منډو جوړولو د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزې واخیستې. همداراز خلیل‌احمد د ۶ ویکټو په ترلاسه کولو د لوبلړۍ غوره توپ‌اچوونکی ونومول شو.

د افغانستان او سریلانکا له ۱۹کلنو کم‌عمره لوبډلو په یادې لوبلړۍ سره چې ۲-۰ د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده، په متحده عربي اماراتو کې د افغان لوبډلې سفر هم پای ته ورسېد.

د یادونې ده، د متحده عربي اماراتو ابوظبۍ ته په دغه سفر کې د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلې په درېیو لوبلړیو کې برخه واخیسته؛ لومړۍ یې له بنګله‌دېش لوبډلې سره د دوو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ترسره کړه او ۱-۱ برابره پای ته ورسېده.

ورپسې افغانستان، سریلانکا او بنګله‌دېش په خپل منځ کې درې‌اړخیزه لوبلړۍ ترسره کړه چې اتلولي یې بنګله‌دېش په خپل نوم کړه، خو وروستۍ د دوو سیالیو لوبلړۍ د افغانستان او سریلانکا ترمنځ ترسره شوه چې افغان لوبډلې ۲-۰ وګټله.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.