پلخمري (پژوک، ١۴ ورى ١۴٠٢): د بغلان امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په خوست ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ په شخړه کې دوه کسان وژل شوي دي.
د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي شېراحمد برهاني نن (د وري ١٤مه) پژواک اژانس ته وویل، تېره ورځ د خوست ولسوالۍ په عابدخېلو کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ د یوې ونې پر سر شخړه شوې چې له امله يې دوه کسان وژل شوي دي.
هغه وويل، په پېښه کې لومړى يو کس په ډزو وژل شوى چې بيا د مقتول کورنۍ پر قاتل ډزې کړې او هغه یې وژلى دى.
برهاني وايي، د يادې پېښې په تړاو يو کس د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي دي.
دغهراز د خوست ولسوالۍ یوه اوسېدونکي -چې نه غواړي نوم یې خپور شي- پژواک ته وویل، دوه د ماما زامنو د چنار يوې ونې پر سر شخړه کړې، وروسته يې ډزې کړې چې له دواړو لورو دوه کسان وژل شوي دي.
د يادونې ده، تېره اونۍ هم په بغلان ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې له یوې غاړې دوه کسان وژل شوي وو.
Views: 69
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن